سرلیکنې

نړیوال دې حقیقت ته غاړه کېږدي او له بېځایه مداخلو دې لاس واخلي

موږ وینو چې غربي واکمن له سیاسي، تبلیغاتي، نظامی، اقتصادي او نورو هر ډول فشارونو او بندیزونو کار اخلي او تر خپله وسه بې وزله ملتونه خپلواکۍ او پر ځان بسیاینې ته نه پریږ دي.

موږ وینو چې غربي واکمن له سیاسي، تبلیغاتي، نظامی، اقتصادي او نورو هر ډول فشارونو او بندیزونو کار اخلي او تر خپله وسه بې وزله ملتونه خپلواکۍ او پر ځان بسیاینې ته نه پریږ دي. هغوی په ډېره سپین سترګۍ د نورو ملتونو په داخلي چاروکې مداخلې کوي، پارونې او لمسونې کوي، د مذهب او کلتور احترام یې نه کوي او په هره برخه کې خپل فرمایشات ورباندې تپل غواړي. البته نه یوازې بې وزله هېوادونه له دې ډول مشکل سره مخ دي، ان روسیه، چین، هند، ایران او داسې نور هم د هغوی له مداخلونه دي خوندي. مثلاً روسیې ته یې د اوکراین، چین ته یې د تایوان او ایران ته یې د ښځو د حجاب ستونزه را پیدا کړې، په داسې حال کې چې هلته دښځو لپاره د کار ازادي هم ډېره زیاته ده. په هر صورت حقیقت دادی چې نن سبا پر نړۍ یو عصري جاهلیت او کاملاً د ځنګل قانون مسلط دی چې هر زورور تر خپلې وسې پکې ظالم دی. مثلاً اوس هماغه متمدن چې شپه ورځ نړۍ ته د حقوقو نارې وهي په خورا بې شرمۍ د نورو د جرایمو د څېړلو خو د خپلو نظامیانو د جنایتونو له محاسبې د محکمې دایسارولو اوامر صادر وي چې طبعاً له ګردو نړیوالو اصولو او موازینو ډاګیز مخالفت دی.

خو ایا دا ممکنه او معقوله ده چې د نړۍ ګرد سره ملتونه د بدماشانو او زورواکانو هر ډول کبرولویي وزغمي، ټول فرمایشات یې ومني او له خپلو ګردو ارزښتونو او مادي – معنوي ګټو ورتېر شي؟ نو د نړۍ د نورو ملتونو په شان افغان ولس هم له همدې اسمان لاندې او د همدې ځمکې پر سراستوګن او باید چې په خپلواکۍ سره له خپلو ټولو حقونو برخمن وي. ځکه په داسې حال کې چې افغان مشران په خو را ټینګار سره ټولې نړۍ ته ډاډ ورکوي چې هیڅکله به نه د نورو په کورنیو چارو کې لاس وهنه وکړي او نه به یې له هېواده چاته زیان ورسیږي، نور بیا د کوم دلیل او قانون پراساس زموږ په دینی، حقوقي او سیاسي تګلارو کې مداخلې کوي او خپل کلتوري ارزښتونه را باندې تپي؟ سره له دې چې ښایي اوس خو به ګردې نړۍ ته د لمر په شان ثابته وي چې همدغو افغانانو په تېره یوه پېړۍ کې فقط د خپلو ارزښتونو د خوندي کولو او پردیو نه منلو په وجه له دریو ځواکمنو امپراتور یو سره بې شانه خطرناکې مقابلې وکړې او د میلیونو ککریو په بیه یې بالآخره بشپړه خپلواکي هم ترلاسه کړه. په دې اساس لازمه ده چې نړیوال دې حقیقت ته غاړه کیږدي، موږ ته هم د یو خپلواک ملت په سترګه وګوري او له بې ځایه مداخلو لاس واخلي. همدارنګه خپله موږ افغانانوته هم په کار ده چې د نړیوالو بدماشانو پر همدغه مغرضانه سیاست مو سرخلاص او په دې باوري اوسو چې پردي به هیڅکله دوستان نه شي او ترهغو به یې له مداخلو او دښمنۍ هم خوندي نه شو څو چې پر ځان بسیا او پر خپلو پښو د درېدلو وړتیا مو نه وي ترلاسه کړې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button