سرلیکنې

نړیوال به حتماً موږته د خپل ارزښت په کچه نظر کوي!

دا واقعیت دی چې موږ د تېرو څلورو لسیزو د بهرنیو یرغلونو، انقلابونو او بدلونو له امله د نړۍ د پرمختګ له کاروانه خورا ډېر وروسته پاتې شوي یو، خو نورو ته دا هیڅ مهمه نه ده، که هره وجه وي دوی یې څه پروا نه لري او دا ورته ثابته شوې چې افغانان بې وزله دي، بې تعلیمه دي، په صنعت، درملنه، دفاعي وسایلو، انرژي او ان خپله غله او خوراکي موادو کې پردیوته محتاج دي.

دا واقعیت دی چې موږ د تېرو څلورو لسیزو د بهرنیو یرغلونو، انقلابونو او بدلونو له امله د نړۍ د پرمختګ له کاروانه خورا ډېر وروسته پاتې شوي یو، خو نورو ته دا هیڅ مهمه نه ده، که هره وجه وي دوی یې څه پروا نه لري او دا ورته ثابته شوې چې افغانان بې وزله دي، بې تعلیمه دي، په صنعت، درملنه، دفاعي وسایلو، انرژي او ان خپله غله او خوراکي موادو کې پردیوته محتاج دي.همدا وجه ده چې هیڅوک هم زموږ په رسمیت پېژندنه څه غورنه کوي اونه زموږ غوښتنې اوري. حقیقت هم دادی چې موږ د مګړۍ سر بېره پر نورې نړۍ ان د خپلو ګاونډیانو په نسبت هم ډېر کمزوري او بې وسه یو – ګورئ موږ له خپلې پراخې ځمکې، ډېرو اوبو او مناسبې هوا سره سره د خپل څلوېښت میلیونه نفوس لپاره د کلني خوراک غله نه شو چمتو کولی، د پرېمانه رودونو،ځړوبیو، لمر او سکرو په شتون کې هم وارداتي برېښنا ته اړیو، له پرېمانه معادنو سره سره بې وسه اوبې روزګاره یو، په صنایعو، تخنیک، درملو او دفاعي سامان کې انتهایي ډېرې اړتیا وې لرو او په میلیونو کاري ځواک مود  بې کارۍ له لاسه شپه ورځ لا لهانده دی. ځکه خونړیوال هم موږ ته د سیال په سترګه نه ګوري بلکې یو در په دره، ناپوه او خیرات خور ملت مو بولي ، په دې اساس موږ ته لازمه ده چې دغه ترخه واقعیتونه ښه په غور سره په نظر کې ونیسو، له غرور او ځان غولونې تېرشو او فقط د خپل هېواد دپرمختګ او ځان بسیاینې لپاره فکر وکړو، مناسبې لارې چارې وڅېړو او کار و زیارته ملاوتړو. زموږ هر فرد ته په کارده چې د خپل هېواد دغه کمزوری وضعیت له پامه ونه غورځوي، په ټول ملت کې باید د پرمختګ او ځان بسیاینې په لور د خوځښت روحیه را وپارول شي، ملاوتړي، لاسونه تڼاکې او تندي خولې کړي، ځکه دا زښته ډېره د افسوس خبره ده چې موږ د اسلام اوښې دیندارۍ له دعوې سره سره بیا هم د هر ګبرو ترسا مرستوته سترګې نیولې وي. ښکاره ده چې موږ ته ځښتن تعالی په خپل فضل سره له بېلابېلو شتمنیو ډک هېواد راکړی، راځئ له دغو وسایلو کار واخلو، ځان د پردیو له احتیاجه خلاص او د نړۍ له نورو بې وزلانو سره د مرستې کولو جوګه کړو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button