سیاست

نړیوالې رسنۍ: له افغانستان سره باید په اوسني بحراني وضعیت کې ډیره مرسته وشي

نړیوالې رسنۍ له تېرې یوې اونۍ راهیسې د افغانستان په اړه د بحراني خبرونو سرټکو څخه ډکې دي.رویټرز اژانس په یو تازه خبر کې ویلي چې افغانستان په اوسني بحراني وضعیت کې ډيرو مرستو ته اړتیا لري.

نړیوالې رسنۍ له تېرې یوې اونۍ راهیسې د افغانستان په اړه د بحراني خبرونو سرټکو څخه ډکې دي.رویټرز اژانس په یو تازه خبر کې ویلي چې افغانستان په اوسني بحراني وضعیت کې ډيرو مرستو ته اړتیا لري.اژانس د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ او ژغورنې نړیوالې کمېټې څرګندونې را اخیستې او لیکلي یې دي، چې: د هرات زلزله یوه ستره انساني فاجعه وه، چې ځپل شوي یې پراخو کومکونو ته ضرورت لري.اسوشیټیډ پریس اژانس د زلزلې کچه ۶.۳ درجې بللې او ادعا یې کړې چې ۲۰۰۰ څخه زیات کسان یې وژلي دي.یو اېس ټوډې ورځپاڼې بیا د امریکا له ۱۲ میلیونه ډالرو خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده چې که زلزله ځپلو خلکو سره ژر تر ژره مرستې ونشي، هلته به ماشومان له خوار ځواکۍ او نور خلک ساري ناروغیو سره مخ شي.انډیپینډینټ ورځپاڼې د بغلان په یو جومات کې وروستۍ چاودنې ته پام اړولی او لیکلي یې دي چې لږ تر لږه ۱۵ تنو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.ورځپاڼې ویلي، چې: لا هم د چاودنې نوعیت معلوم نه دی، خو معلومات ښيي چې ښايي برید ځانمرګی و.اې ایف پي اژانس هم د یاد برید په اړه راپور نشر کړی او لیکلي یې دي چې له ۲۰۲۱ کال وروسته په ځانمرګو بریدونو کې د پام وړ کمښت راغلی و؛ خو پرونی برید خونړی و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button