سرلیکنې

نړیواله ټولنه د افغانانو د پرېشانه کولو ارمانجنه ده!

تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو سرمنشي«انتوني ګوتیرش» د افغانستان په اړه د یوه اوږده رپوټ د بیانولو په ترڅ کې زموږ د هېواد له خورا ډېرې بدې ورځې او بلا نا امنۍ او ناخوالو سر وټکاو. نوموړي دلته شپږ- اووه میلیونه په جبري توګه داخلي بې ځایه شوي او له خپلو کورو شړل شوي یاد کړل، لس ګونه بریدونه یې د داعش او شل ګونه نوریې پر امنیتي ځواکونو د پلانۍ او بستانۍ جبهې وشمېرل، په سېلابونو یې نیم هېواد ړنګ کړ، د بې روزګارۍ له لاسه یې څو میلیونه له هېواده پر تېښته اړوېستل، په میلیونویې رنځور او ناروغه او ۹۷ سلنه یې هر ماښام وږي ویده کړل. لنډه دا چې د نړیوالې ټولنې په هر غږ او هر راپور کې د افغانستان لپاره یو داسې کرغېړن، بلاجن او له غمو ډک انځور وړاندې شوی چې په ګرده نړۍ کې یې هیڅ بل مثال نه چا اورېدلی او نه لیدلی دی- ښايي ځینې هغه کشران او ساده ناخبره خلک چې د یادې ټولنې له اصلي ماهیته بشپړ معلومات نه لري، دغه ډول راپورونه پر بشري احساس او خواخوږۍ ولاړ وبولي، خو بل لورته بیا ان د افغانانو نالوستي غوڅ اکثریت وګړي هم کلک باوري دي چې  یاد رپوټونه څومره،  دروغ، مغرضانه او له بدنیتۍ ډک دی. اوس ډېری خلک ښه پوهیږي چې افغانانو سره د مرستې لپاره کچکول ګرځوونکي څه او څه پټ او ښکاره غرضونه لري. مثلاً ښايي همدایې کار و بار وي او له همدې لارې د خپلو ادارو مأمورینو ته معاشونه راغونډوي، کېدی شي د افغانستان اوسنی نظام یې پر مزاج نه وي برابر، سیاسي اختلافات ورسره ولري او له همدې لارې یې بدنامول غواړي او ټولو ته یې بې کفایته ور معرفي کوي. او یا شونې ده هم اسلامي نړۍ او هم غربیانو ته ورښیي چې اسلامي نظام له دغه شان ستونزو او بدمرغیو ډک وي- البته دا ګرد سره اټکلونه بيخي سم او یو هم له واقعیته لیرې نه دی خو دا هم ښکاره ده چې د دوی لوی غرض د افغانانو پرېشانه کول هم دي. ځکه د دغسې منفي پروپاګند په اثر زیاتره خلک وارخطا کیږي، پرېشاني یې زیاتیږي، له هېواده یې زړه توریږي او بیا هیڅوک ان خپل واړه کار ته هم لاس نه وروړي، لوی پانګوال خو بیا تر هر چا زیات محتاط او محافظه کار وي چې طبعاً د داسې پرېشانونکو خبرونو په اورېدو فوراً د تېښتې تصمیم  نیسي- بناءً ټول افغان ولس خصوصاً هوښیار او باخبره اشخاص باید په کلکه وپوهیږي چې دښمن غواړي د امنیت او سولې دغه زرین فرصت یې ضایع او د پرمختګ یون یې ور ډب او ټکنی کاندي، راځئ د پردیو مه اورئ او خپل کار ته ملا وتړئ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button