سرلیکنې

نړیواله ټولنه  افغانانو سره توپیري چلند کوي

ټاکل شوې ده نن یکشنبه او سبا ورځ د قطر پلازمینه دوحه کې د ملګرو ملتو ټولنې عمومی سرمنشی په ګډون تقریباً د شلو هېوادو استازي د افغانستان په هکله خپلو کې سره جرګه او په سلا مشوره کیني.

ټاکل شوې ده نن یکشنبه او سبا ورځ د قطر پلازمینه دوحه کې د ملګرو ملتو ټولنې عمومی سرمنشی په ګډون تقریباً د شلو هېوادو استازي د افغانستان په هکله خپلو کې سره جرګه او په سلا مشوره کیني. دا چې د نړۍ سرکښ ځواکونه او ورسره ملګري یې د افغانستان په اړه څه ډول پټ نیتونه لري او د راتلونکې لپاره ځان ته څه ډول تګلاره ټاکي، حقیقت یې هر چاته  معلوم دی. خو هغه څه چې لږ ترلږه د سیاسي تعامل په چوکاټ کې ښکاره څرګندیږي، دا دي چې ظاهراً یې افغانانو ته هم د ګډون بلنه ورکړې ده. البته دا پوښتنه بیا هم پرخپل ځای ده چې که د افغان حکومت له لوري هلته څوک ګډون ولري، ایا د افغانستان د یو رښتیني استازي په سترګه به ورته وکتل شي او بیا به د افغانانو غوښتنې واورېدل شي که نه؟ ځکه له تیرو څولسیزو راهیسې خو له افغانانو سره د زیاترو نړیوالو چلند یقیناً ډېر متکبرانه دی، په تیره بیا د ناټو ځواکونو له وتلو ورورسته خو زیاتره لویدیز هېوادونه یو مخ د افغانانو پر خلاف پر له پسې د تخریب او دسیسو په جوړولو لګیادي. دوی همېشه زموږ هېواد کې د بې ثباتۍ، اختلافاتو او فتنو راپارولو کې هڅه هاند کوي او هېڅکله یې پر افغانانو امنیت، وحدت او پیاوړی مرکزي نظام نه دی پېرزو شوی- تردې چې په ټوله نړۍ کې یې هم د اسلامی امارت د رسمیت پېژندنې مخه نیولې او هم یې په سیمه ییز کچه زموږ او چم ګاونډ هېوادونو په اقتصادي تعاملاتو کې خنډونه اچولي دي. دغه راز زموږ پر فضايي قلمرو د بهرنیو الوتکو تېری، اقتصادي بندیزونه او څو میلیارده ملي شتمني کنګل کېدل خو هغه موارد دي چې د ملګرو ملتو ادارې یې کله هم څه معمولي یادونه نه ده کړي. په دې اساس معلومه ده چې یاده نړیواله اداره افغان ملت ته هېڅکله د ځمکې پرمخ د یو ارزښتمن او سیال ملت په سترګه نه کتلي او نه ورته ګوري. په دې اساس موږ افغانان هم د نړیوالې ټولنې له موجوده چلنده دا انتباه اخیستلی شو چې د څو زبر ځواکو له خوا یرغمل شوې دغې نړیوالې ادارې نه باید نه څه د خیر توقع ولرو او نه ګیله ترې وکړو- بلکې په هر ممکن صورت ړومبي سرکې د خپل چم ګاونډ هېوادو سره پرخپله هماغه اقتصاد محوره پالیسي تمرکز وکړو، صبر او استقامت خپل کړو او شپه ورځ د نظام په استحکام، ملی وحدت پر ټینګښت او د هېواد په ترقي او ځان بسیاینه کې پر له پسې مصروف اوسو. همدا زموږ د نېکمرغۍ او سوکالۍ یوازنۍ لار ده، نو په کار ده چې وخت ضایع نه کړو او خدای راکړی زرین فرصت له لاسه ونه باسو- بې شکه څښتن تعالی د رښتینو او صبر کونکو مل دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button