سرلیکنې

نړيوال پلميیز فشارونه پرېږدي  او دتعامل لاردې غوره کړي

اسلامي امارت په پرله پسي توګه دنړيوالو سره دمتقابلو اړيکو د رامنځ ته کېدو په هکله مناسبه لار غوره کړي تل يې ټينګار کړي چې ديولړ فشارونو او بنديزونو پرځاي دې دمتوازن تعامل لار غوره کړل شی ځکه د تعامل او مناسبو اړيکو پيوند د دولتونو په ګټه تمامېدای شی. دي موخي ته رسيدل دباور له مخي رامنځ ته کيږي چې دستونزو او انديښنو درغاوني لامل ګرځي خو په خواشيني سره ويلي شو چې يوشمير هېوادونه دخپلو ناوړه ګټو د ترلاسه کولو له پاره مختلفي پلمي لټوي نه غواړي چې اوسني را پيدا شوي ستونزي دمناسبو لار و په لټون سره هواري کړي.

اسلامي امارت په پرله پسي توګه دنړيوالو سره دمتقابلو اړيکو د رامنځ ته کېدو په هکله مناسبه لار غوره کړي تل يې ټينګار کړي چې ديولړ فشارونو او بنديزونو پرځاي دې دمتوازن تعامل لار غوره کړل شی ځکه د تعامل او مناسبو اړيکو پيوند د دولتونو په ګټه تمامېدای شی. دي موخي ته رسيدل دباور له مخي رامنځ ته کيږي چې دستونزو او انديښنو درغاوني لامل ګرځي خو په خواشيني سره ويلي شو چې يوشمير هېوادونه دخپلو ناوړه ګټو د ترلاسه کولو له پاره مختلفي پلمي لټوي نه غواړي چې اوسني را پيدا شوي ستونزي دمناسبو لار و په لټون سره هواري کړي.

د اسلامي امارت سره د ديپلوماتيکو اړيکو په پيوند فکر وکړي. څو انديښنی او ستونزي هواری شی. د ډله ييزو خپرندو سرچينو په حواله يوشمير سيمه ييز هېوادونه د افغانستان د اوسني حالات په هکله غوڼډي جوړوي چې د اسلامي امارت د استازيتوب پرته به عملي لاس ته راوړني ونه لري ځکه چې يوشمېر هېوادونه چې دلاس وهنکو هېوادو دګتو دخونديتوب او لارښووني له امله امنيتي انديښني رابرسيره کوي چې له حقيقت څخه لري او تبليغاتي جنبه لري. هغه هېوادونه چې په افغانستان کې د داعش دشتون په هکله څرګندونې کوي او کله کله دسيمي د امنيت دګواښووني لامل ګڼي رښتيني نه بلکي پلميزي څرګندوني دي د داعش ډله چې د اسلامي امارت د مجاهدينو له خوا سرد پورته کيدو سره سمه ځپل کېږي هيڅ وخت به ددي توان ونه لري چې د سيمي هېوادو او يا اسلامي امارت ته دخطر وړوي.

همدا اوس د داعش غلچکي بريدونه چې لاس وهونکي هېوادونه ورته دبزرګ  نمايي تبليغات کوي په نطفه خنثي شوي او په پوره شميرنه داعشيان له منځي تللي دي. اسلامي امارت توانيدلي چې دخوارجو ځالي ړنګي او دجرړو را سپړني په هکله يې عملي ګامونه پورته کړی، انديښمن هېوادونه چې په افغانستان کې دحالاتو په هکله غونډې جوړوي بايد د اسلامي امارت سره دتعامل او ښه ګاونډيتوب په هکله خبري وکړي ځکه اسلامي امارت ددې توان لري چې هره بلوسګره ډله چې امنيت ګډوډوي اويا دسيمي دهېوادو دګواښ لامل ګرځي د اسلامي امارت سره په مخامخ او ګډو غونډو کې ورباندي خبرې وشي ترڅو دحالاتو د رښتينتوب په هکله سپینې خبري ترسره شي. اسلامي امارت دځينو هېوادو دبې باوري ترڅنګ وړاندوينه کوي چې د ديپلوماتيکو اړيکو دپيوند له پاره لار هواره شوي ددي وروسته دي د يوشمير لاس وهونکو هېوادو په لار ښوونه پريکړي نه ترسره کيږي ځکه چې لاس وهونکو هېوادو سره يوشمير هېوادونه چې دلاس وهونکو ترفشار لاندي دي نه غواړي چې د اسلامي امارت سره ديپلوماتيکي اړيکي رامنځ ته او دمتوازن تعامل له لاري دهېوادونو د راکړي ورکړي په هکله ښي لاس ته راوړني ترلاسه شي. د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد په يوه تازه خپره شوي وينا کې يوځل بيا په نړيوالو  غږ کړي چې نړيوال دي د اسلامي امارت سره دتعامل لار غوره کړي ځکه د تعامل لار دټولو په ګټه او دستونزو دهواري لار ګڼل کيږي. نه بايد د اسلامي امارت په وړاندي دفشار او بنديزونو څخه کار واخستل شي. فشارونه او بنديزونه ستونزي نه شي حل کولي بلکي بي باوري رامنځ ته کوي نو ښه به وي چې فشارونه او پلميز بنديزونه يوي خوا ته پريښودل شي او دهغو لارو په لټون فکر وشي چې اوسني را پيدا شوي بي باوري او انديښمني له منځه ولاړي شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button