
نړيوال سازمانونه دې خپل مکلفتيونه درک کړي!
تر هغه وروسته چې څو ورځې وړاندې د کورنيو چارو وزارت له لوري د امنيت د ټينګښت په موخه د شاوخوا شپيته زره امنيتي کامرو د نصب خبر ورکړل شو، د مصنوعي فکر او بشري حقونو په برخه کې د بښنې نړيوال سازمان څيړونکي او مشاور، مت محمودي په يوه بيان کې وويل ، چې د اسلامي امارت له لوري د کمرو نصبول په عامه ځايونو کې د خلکو او په ځانګړې توګه د ښځو اساسي حقونه تر پښو لاندې کوي او دا عمل لا هم د بيان د ازادۍ حقونه له منځه وړي.
د بښنې سازمان ددغه غړي څرګندونو سخت غبرګونونه راوپارول، د اسلامي امارت د کورنيو چارو وزارت يې په غبرګون کې وويل چې دغه کار يې د نړيوالو اصولو او نورمونو سره سم د امنيتي اړتياوو له مخې کړی، او دغه چاره چې نه يوازې په افغانستان کې بلکې په نورو هيوادونو کې هم عامه ده. د کورنيو چارو وزارت وياند پوښتنه کړې چې کله امريکا او ناټو د خپلو اهدافو او استخباراتي معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د کابل په ګډون د هيواد په ټولو زونونو کې کشفي فعاليتونه کول، ولې د بشري حقونو د سرغړونکو او د محرميت د مدافعينو غږ پورته نه شو؟
د اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال هم د بښنې نړيوال سازمان راپور ته توند غبرګون ښودلی او زياته کړه يې ده، چې په افغانستان کې د خلکو مقدساتو ته سپکاوی او د بمونو د مور کارول د بشري حقونو نقض دی که د امنیتي کمرو نصبول.؟
نوموړي د امنیتي کمرو پر نصب نیوکې ته د پوښتنې په توګه ویلي:«د بمونو د مور کارول، د نشه يي توکو اوج ته رسول، د مدرسو بمبارول، مقدساتو ته توهین، د خلکو د کروندو بمبارول اود بې ګناه ماشومانو شهیدانول د بشر حقوق نه شمارل کېدل، خو اوس چې د افغانستان د مشروع حکومت له لوري د امنیت د ټينګښت، د قانون حاکمیت، د پردیو د مزدورانو د ورانکاره کړنو د مخنیوي په خاطر په عمومي ځایونو لکه جوماتونو او ښارونو کې کمرې نصب کوي د خلکو د بشري حقونو نقض بلل کېږي؟ که چېرې د امنیتي کمرو نصبول د اشخاصو د حقونو نقض وي نو تاسو خو تر اسلامي امارت وړاندې امنیتي کمرې نصب کړې، نو د انسانانو د بشري حقونو اصلي ماتوونکي خو تاسو یاستئ.»
رښتيا هم د بښنې نړيوال سازمان وروستۍ نيوکه او د اشغال پرمهال د سنګينو بشر ضد کړنو پر وړاندې چوپتيا ډېره د تعجب وړ خبره ده. دغه سازمان هغه مهال چېرته و، چې هره ورځ به د اشغالګرو ځواکونو له لوري د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه بې ګناه افغانان په ډېر وحشت سره وژل کېدل؟ ولې يې يوه ورځ د ګوانتامو، بګرام او کندهار زندانونو کې د بشرضد کړنو پر وړاندې غږ پورته نه کړ؟ ولې يې د اشغالګرو له لوري د ښوونځيو، مدرسو، جوماتونو، عامه ځايونو او بازارونو د ړندو بمباريو پر وړاندې ان د غندنې يوه اعلاميه هم خپره نه کړه؟
پکار داده چې ملګري ملتونه، د بښنې نړيوال سازمان او ورته نورې ټولنې او سازمانونه خپل مکلفيتونه، دندې او موخې درک کړي او په ټوله معنا ازاد او د نړۍ د ګټو لپاره کار وکړي، نه يوازې د څو هيوادونو د استخباراتي ادارو تر اثر لاندې راشي او خپل اصلي موخې ترې پاتې شي.
دغه راز دغه سازمانونه بايد دافغانستان له فعلي ډاډمن وضعيت څخه ملاتړ وکړي، د افغانانو د سوکالۍ او هوساينې لپاره کار وکړي، نه داچې راپورنه او فعاليتونه يې د افغانستان پرضد وي او يو ځل بيا دلته د نا امنۍ، بشرضد کړنو او جګړو ته لاره پرانيزي.