اقتصاد

نړيوال بانک له افغانستان سره ۱۶ ميليونه ډالره مرسته کوي

نړيوال بانک اعلان کړی ،چې په افغانستان کې د بې وزلو مېرمنو د مالي ملاتړ لپاره به له کوچنيو سوداګريو سره د مرستې لپاره ۱۶ ميليونه ډالره مرسته وکړي.دغه بانک په يوه بيان کې ويلي، چې دا مرسته به د افغانستان د وجهي صندوق (ERTF) له لارې وشي او په مستقيم ډول به د آغا خان بنسټ ته ورکړ شي.په افغانستان کې د نړيوال بانک د دفتر مشرې ميلندا ګوډ وويل:  (( په افغانستان کې د کوچنيو پورونو د برابروونکو ملاتړ يو له هغو څو ګټورو انتخابونو څخه دی، چې اوس مهال په افغانستان کې مالياتو ته د لاسرسي د ښو کولو لپاره شتون لري.  (( ميليندا ګوډ زياته کړه، د دې پروژې هدف په افغانستان کې د کوچنيو پورونو د سکتور پياوړي کول دي، تر څو د کوچنيو سوداګريو خاوندان او د ښځينه سوداګرې وکولای شي مالي پور ته لاسرسي ولري. بايد يادونه وشي،  چې دا پروژه په افغانستان کې د آغا خان بنسټ او ((د افغانستان کريډيټ تضمين بنسټ)) له لارې پلې کېږي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button