هیواد

نورستان کې سربندونه او کانالونه جوړېږي

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت خبر ورکړی ، چې د نورستان په ۹ ولسواليو کې د څه باندې ۱۷ ميليونو افغانيو په ارزښت سربندونه او کانالونه جوړېږي. ياد وزارت زياته کړې، چې له دې ډلې يې په درېو ولسواليو کې د ياد وزارت د سرپرست دله لوري د يوه کانال او دوو ذخيروي حوضونو چارې په عملي ډول پيل شوې. د وزارت په خبره، په دې پروژو سره به د سيمې سلګونو اوسېدونکو ته د کار زمينه برابره شي او اړوندو برخو کې به د دې ولسواليو ستونزې تر ډېره بريده هوارې شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button