اقتصاد

نورستان کې د ۸ ښوونځيو د ودانيو د بيارغونې چارې پيل شوې

د نورستان د پوهنې رياست مسئولين په دې ولايت کې د يونيسف په مالي ملاتړ د ۳ ميليونه افغانيو په لګښت د ۸ ښوونځيو د ودانيو د بيارغولو د چارو له پيل خبر ورکوي.

د نورستان د پوهنې رياست مسئولين په دې ولايت کې د يونيسف په مالي ملاتړ د ۳ ميليونه افغانيو په لګښت د ۸ ښوونځيو د ودانيو د بيارغولو د چارو له پيل خبر ورکوي. د ياد ولايت د پوهنې رئيس تاج محمد مطمئن وايي، چې د مرکز په ګډون د يو شمېر ولسواليو د ۸ ښوونځيو د ودانيو د بيا رغونې چارې د يونيسف په مالي ملاتړ د ۳ ميليونه افغانيو په لګښت پيل شوې دي. د يادونې وړ ده، چې وړمه ورځ په فراه ولايت کې هم د يونيسف سازمان له لوري د ۸ ښوونځيو د ودانيو د بيا رغولو چارې بشپړې شوې وې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button