هیواد

 نهمه ناحيه کې د فرعي سړک د جوړولو چارې به ژر بشپړې شي

هيواد : د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي چوپړتياوو د دفتر په مرسته، د نهمې ناحيې اړوند دوېيم ګذر د هوتخېلو په سيمه کې د يو فرعي سړک کانکريټ چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې په نږدې راتلوونکې کې  به بشپړې شي. ياد فرعي سړک چې د ۸۵۰ متره اوږوالي او ۴،۵ څخه تر ۵ مترو پورې سور لري، د بشپړېدو چارې به يې نږدې دوه اوونۍ وخت ونيسي.د هوتخېلو دوېيم ګذر وکيل قاري ګل محمد وايي: د هوتخېلو په کلي کې نږدې دوه زره کورنۍ ژوند کوي چې ډېری يې د تګ راتګ لارې پخې شوي نه دي، کليوال مو په ژمي کې د خټو او باراني اوبو له امله  خپله لنډه لاره، په اوږده بدلوه، تر څو عمومي سړک ته ورسېږي. په اوړي کې بيا همدا لارو کې تګ راتګ له ګردونو له امله ستونزمن وو؛ خو اوس چې دا سړک کانکرېټ کېږې، نو ور سره به له يادو ستونزو خلاص شو. نوموړي زياتوي: کليوال ته مو په تېرو کلونو کې په دې لاره تلل سر خوږي چوړ کړي وه، چې اوس به پرې تلل د سکون سره وي. د يادې سيمې اوسېدونکي حاجي ياسين وايي: په اوړو کې مو په دې لاره تګ پر مهال يوه چاره کوله؛ خو ژمې کې پرې تګ سخته وه، ځکه د ورښتنو سره به مو په لاره تګ د پاکو جامو سره نه وه. اوس چې دا سړک کانکرېټ کېږي، نو د ټولو د خوښۍ لامل به وګرځي، په دې سړک به يې تګ اوس ستونزمن نه وي.نوموړي زياتوي: که چېرته دا ډول پروژې په چټکۍ سره روانې وي او عملي کېږي، نو د هر کلې ستونزې به ور سره حل شي، او په اسانه به خپلو کارونو ته رسېدنه کوي.د يادې پروژو د کار چارې د کابل په ډېرو ناحيو کې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو له لوري پر مخ ځي چې په بشپړېدو سره به يې د سيمو اوسېدونکو ګڼ شمېر ستونزې حل او ټولنيزو آسانتياوو ته به لاس رسي ومومي. زيارمل هوتک

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button