ټولنه او کلتور

ننګرهار کې ۱۲۰ جریبه ځمکه د مالټو باغ جوړونې چارې پیل شي.

د ننګرهار ولایت کانال ریاست اړوند څلورم فارم په لومړي بلاک کې د اته میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت په ۱۲۰ جریبه ځمکه مالټه باغ جوړیدو چارې د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت فني او مسلکي چارو مرستیال مولوي صدراعظم ، ننګرهارکانال رئیس مولوي غلام الرحمن کظیم ، ننګرهارکرنې رئیس مولوي عبدالستار محمد او نورو په لاسونو د یو ، یو مالټه بوټي په کرلو سره پېل شوې،
دا مالټه باغونه رحمت بلال کرنیز شرکت جوړوي
د شرکت مسوول وايي څه د پاڅه اته زره د (۷۰۰۷ او ۷۰۰۹نوعه) مالټوبوټي به  وکري
ددې مالټه باغ د جوړونې په پروسه کې به اتیا تنه په کار هم بوخت  شي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button