ګزارش

ننګرهار کې نامعلوم وګړي د شپې ځنګلونه پرې کوي

د ننګرهار ولایت د نازیانو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وایي، له تېرو څو ورځو راهېسې نامعلوم کسان د شپې لخوا په خپلسري ډول د ځنګل ونې پرېکوي، چې باید مخه یې ونیول شي.

د ننګرهار ولایت د نازیانو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وایي، له تېرو څو ورځو راهېسې نامعلوم کسان د شپې لخوا په خپلسري ډول د ځنګل ونې پرېکوي، چې باید مخه یې ونیول شي.

د سیمې اوسېدونکي په خپلسري ډول د ځنګلي ونو پرېکوونکو ته د سختې سزا غوښتنه کوي او وایي، چې ملي خیانت کوونکي باید هېڅکله ونه بښل شي.

احمد خان مجروح، چې په خپلو سترګو یې دغه حال لیدلی زیاتوي، دغه خپلسري کسان، چې د شپې لخوا ونې پرېکوي امنیتي مسوولین یې باید ونيسي او سخته سزا  باید ورکړل شي؛ ترڅو په راتلوونکي کې نور ورانکاري له دغه ډول کړنو لاس په سر شي.

مجروح وایي:» زه د دې خبرې شاهد یم، څو ورځې وړاندې مې په خپلو سترګو ولیدل، چې بې شمېره ونې په بې رحمانه ډول غوڅې شوي دي. له امنیتي مسوولینو غوښتنه کوم، چې دغه کسان ونيسي او سخته سزا دې ورکړي، چې بیا څوک داسې خپلسري کړنه ترسره نه کړي.»

یو شمېر خلک بیا له حکومت غوښتنه کوي،  چې د ځنګلونو په ساتنه کې دې جدي اقدام وکړي او دې برخې ته دې ځانګړې پاملرنه وشي.

د ننګرهار اوسېدونکی عارف الله یې په اړه وایي:» ملي خیانتګرو ته سخته سزا په کار ده او مسوول چارواکي دې د ځنګلونو او بوټو په ساتنه کې بې غوري نه کوي باید دې برخې ته جدي څارنه او پاملرنه واړوي.»

څه وخت کېږي، چې د هېواد په بېلابېلو سیمو میوه لرونکي باغونه او ځنګلونه د شپې د نامعلومو خلکو لخوا پرې کېږي، چې دغه چاره د کونړ، لغمان او خوست سربېره په وردګو او نورو ولایتونو کې هم ترسره شوې.

خیرالله ننګرهاری بیا وایي په حصارک ولسوالۍ کې هم د خلکو ونې پرې کېږي.

هغه زیاتوي: «په حصارک ولسوالۍ کې هم نامعلوم کسان د ميوو ونې وهي خلک معلوم نه دي، مګر ونې وهل کېږي، چې دغه چاره دا اته میاشتې کېږي روانه ده.»

خو د اسلامي امارت حکومت وایي، د ځنګل په پرې کولو او د لرګیو په قاچاق کولو یې کلک بندیز لګولی او هېچا ته به د غیرې قانوني کړنو ترسره کولو اجازه ورنه کړي. تېر کال د حکومت چارواکو د ځنګلونو ساتلو لپاره د یوې ۴۵۰ کسيزې زرغونې قطعې جوړولو اعلان کړی و او زیاته کړې یې وه، چې یاده قطعه به په کونړ، نورستان، ننګرهار، لغمان، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې وي، څو د ځنګل وهلو او د لرګیو د قاچاق مخنیوی وکړي.

پامیر وطنوال

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button