ټولنه او کلتور

ننګرهار کې سېلابونو خلکو ته درانه مالي زيانونه اړولي

د ننګرهار امنيتي مسئولين وايي، چې د دې ولايت په مومندرې او لعل پورې ولسواليو کې د سيلابونو له امله د هزارناوه، ډکې، باسول، غزګي او نوروسيمو کې خلکو ته درانه زيانونه اوښتي دي. د مومندرې ولسوالۍ امنيتي مسئولينو ويلي، چې د وړمې شپې سېلابونو له امله د يادې سيمې شاوخوا ۳۰ کورونه ويجاړ او يوشمېر کورنۍ بې کوره شوي، چې لومړنيو مرستو ته اړتيا لري. دغه راز د مومندرې امنيه قوماندانۍ مسئولينو زياته کړې، چې دغو ورښتونو او سېلابونو د شاتو مچيو ۶۰۰ صندوقونه هم له منځه وړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button