
ننګرهار کې د یوه ستر علمي مرکز د جوړولو د چارو پيل
ننګرهار کې د محمديه اسلاميه دارالعلوم په نوم د اسيا په کچه د يو داسې علمي کمپلکس د جوړېدو چارې پيل شوې چې هم مهاله به په کې د ښوونځي، مدرسې او پوهنتون زده کوونکو او محصلینو ته د زدهکړو زمینه برابره شي.
ننګرهار کې د محمديه اسلاميه دارالعلوم په نوم د اسيا په کچه د يو داسې علمي کمپلکس د جوړېدو چارې پيل شوې چې هم مهاله به په کې د ښوونځي، مدرسې او پوهنتون زده کوونکو او محصلینو ته د زدهکړو زمینه برابره شي.
دا کمپلکس د يو افغان پانګه وال له خوا د ملي سوداګرو او شتمنو وګړو په مالي ملاتړ جوړېږي چې ښوونځی، مدرسه، پوهنتون او روغتون شامل دي او نږدې څلور زره زده کوونکي او محصلان به په کې په وړیا ډول زده کړې کوي.
د علمي کمپليکس د ودانيزو چارو مسوول سمیع الله حقاني وویل:«د سیمې په کچه یو ستر ښوونیز مرکز دی او د وخت له تېرېدو سره، انشاالله د اسیا په کچه به یو ستر ښوونیز مرکز وي.»
د علمي کمپليکس د تعليمي پروګرامونو مسوول حسن جان حقاني څرګندوي:«په پام کې لرو چې په ټولو برخو کې له درې تر څلورو زرو زدهکوونکي ولرو.»
د مسوولانو په وینا د مرکز د جلال اباد ښار په شپږمه ناحيه کې پر ۳۰ جريبه ځمکه جوړېږي چې لس ودانۍ لري او رغنيزي چارې به يې د پنځو کالونو په موده کې د نږدې اووه مېليونه ډالرو په لګښت بشپړې شي.
په دې کمپلکس کې نږدې ۶۰۰ کسانو ته د کار زمينه برابرېږي او ننګرهار مېشتي يې جوړېدو ته خوښ دي.
د ننګرهار اوسېدونکي شاهد افغان وویل:«ډېر خوشحاله یم چې وطن ابادېږي او دا د دین او وطن خدمت دی.»
د ننګرهار بل اوسېدونکی حکيم الله هم وايي:«موږ غواړو چې په هر ولایت کې همدا ډول مدرسه جوړه شي. هم پوهنتون دی او هم مدرسه، دواړه ګډ دي.»
اخوا ولايتي چارواکي د دغه ډول علمي مرکزونو جوړېدل د هېواد د علمي پرمختګ لپاره اړين ګڼي او د هر راز همکارۍ ډاډ ورکوي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست د اطلاعاتو امر قريشي بدلون څرګندوي:«دا ډول مثتب ګامونه دې اوچت کړل شي، چې له هغه سره د مدرسې او ښوونځي ترمنځ واټن کم شي. له همدې امله دغه ګام اخیستل شوی دی.»
د مسوولانو په خبره د دې علمي کمپلکس د لومړۍ ودانۍ چارې په بشپړېدو دي او يوه مياشت وروسته به په کې تدريسي بهير هم پېل شي.