
اقتصاد
ننګرهار کې د نفرایټ ډبرو کان د استخراج چارې پیلیږي
د ننګرهار ولایت د نفرايټ کان د داوطلبۍ په لړ کې یو خصوصي شرکت في ټن د دریو میلیونو افغانیو په وړاندیز سره ګټونکی شوی دی. د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې دغه لړۍ په رڼه توګه ترسره شوې او دولسو شرکتونو سیالي سره وکړه. د ګټونکي شرکت رییس وايي، چې ډېر ژر به په ننګرهار کې د نفرایټ د را ایستلو لړۍ پیل کړي. کانونو وزارت وايي، چې له دغه شرکت سره د پنځو کلونو لپاره تړون لاسلیک شوی دی. د شرکت رییس وايي، چې د دغه کان کار به ډير ژر پیل کړي او په سمه توګه به یې پای ته ورسوي. د نفرایټ ډبرو اصلي کانونه د چین د سینکیانګ په لویدیځ کې دي او دغه راز یې په اسټرلیا، برما، برازیل، کاناډا، مکسیکو، ټایوان او پولنډ کې هم کانونه شته.