اقتصاد

ننګرهار کې د ممپلیو حاصلات درې برابره زیات شوي

د ننګرهار په ۱۱ ولسوالیو کې په ۶۲۷ هکتاره ځمکه ممپلي کرل شوي، چې حاصلات یې ۱۶۰۰ مټریک ټنه ته رسېږي.

د ننګرهار په ۱۱ ولسوالیو کې په ۶۲۷ هکتاره ځمکه ممپلي کرل شوي، چې حاصلات یې ۱۶۰۰ مټریک ټنه ته رسېږي. دغه راز جلال اباد ښار کې د ممپليو د پروسس کارخونو مسوولين وايي، چې سږکال د تېر په پرتله د ممپليو حاصلات درې برابره زیات شوي دي. د ننګرهار ولایت رسنیو دفتر وايي، چې دغه ممپلي به له پروسس وروسته بازار ته وړاندې شي. بلخوا، کروندګر او سوداګر که څه هم خوښ دي چې د تېر په پرتله د ممپليو حاصلات ډېر شوي او داخلي بازار يې هم ښه دی خو وايي، که بهرنی بازار ورته وموندل شي نو کروندګر به ډېره ګټه ترلاسه کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button