ګزارش

ننګرهار کې د زرغونتيا اوونۍ تر سرليک لاندې د نيالګيو کينولو کمپاين پيل شو.

د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار سراج العمارت بڼ څخه د جلال اباد ښاروالۍ  له لوري د اوونۍ زرغونتيا تر سرليک لاندې د نيالګيو کينولو کمپاين پيل شو، چې د ښار په ټولو ناحيو کې به زرګونه بېلابېل ډوله نيالګي کينول شي.

د ياد کمپاين د پرانیستې په مراسمو کې د جلال اباد ښاروالۍ مرستيال مومن حميد، کانال رئیس مولوي غلام الرحمن کظيم، اقتصاد رئیس مولوي امين الله، د ښاروالۍ د حکومتولۍ رئيس مولوي اجمل فقير، ځوانانو چارو امر محمد اصف زهیر د ولايت وياند قاري قاضي ملا عادل او نورو د نيالګيو او ابادۍ پر اهميت خبرې وکړې.
دوی له ښاريانو وغوښتل، چې يو – يو نيالګی کينوي او ساتنه يې وکړي، ترڅو ښار سرسبزه او متوقع ګټې ترې ترلاسه شي.
مسئولينو سراج العمارت بڼ څخه د څو نيالګينو په کينولو سره ياد کمپاين پيل کړ، چې د ښار په ټولو ناحيو کې به تر يوې اوونۍ دوام ولري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button