اقتصادروغتیا

ننګرهار کې د درمل جوړولو یوې فابريکې کار پیل کړ

په ننګرهار کې یوه پانګه‌وال د څه باندې اووه میلیونه افغانیو په پانګونې د درملو د جوړونې یوه کارخونه جوړه کړې، چې لسګونه بې روزګاره کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده. د دغې کارخونې مسوولین وايي، بېلابېل ډوله شل قلمه درمل تولیدوي او د تولید کچه یې هم تر پخوا شل سلنه لوړه شوې ده. د درملو په یاده کارخونه کې په کار بوخت کسان وايي، خوښ دي، چې په کور دننه ورته د کار زمینه برابره شوې ده. دوی هم د یادې کارخونې د تولید شویو درملو د ښه کیفیت خبره کوي او له ډاکټرانو غواړي، چې د بهرنیو درملو پر ځای دې له کورنیو درملو ګټه پورته کړي، تر څو له مخې یې کورني تولیدات پیاوړي او بې روزګاره کسانو ته ورسره د کار زمینه برابره شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button