
ټولنه او کلتور
ننګرهار کې د بې سرپناه ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړېږي
د ننګرهار پوهنې ریاست د کامې ولسوالۍ زاخېلو لېسې لپاره د ۲۲۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت د ودانۍ جوړېدو خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د پوهنې ریيس وايي چې په دغه ولایت کې به ټولو بې سرپناه ښوونځيو لپاره په خپل وار نوې او منظمې ودانۍ جوړې شي. یاده ودانۍ د IOM موسسې په مالي ملاتړ د ۶ میاشتو په موده کې جوړه شوې چې يو کمپېوټر لېب، د پاکو اوبو څاه او ۲۸۵ متره احاطوي دېوال لري، چې خونې یې په اداري او تدريسي توکیو هم مجهزې شوې دي.