
ننګرهار کې تېر کال د تذکرو له وېش څخه څهباندې ۴۴ میلیونه افغانۍ عواید را ټول شوي
په ننګرهار ولایت کې د احصایې او معلوماتو ریاست په تېر ۱۴۰۱ کال کې د شاوخوا ۱۱۲ زره الکترونیکي او نږدې ۱۹۰زره کاغذي تذکرو له وېش څخه څهباندې۴۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارلي دي.
د ننګرهار ولایت د احصایې او معلوماتو رییس مولوي نظرمحمد حامد وايي چې په ورځني ډول د دې ریاست اړوند دفترونو ته له ۱۰۰۰ زیات غوښتونکي د اړوندو خدمتونو ترلاسه کولو لپاره مراجعه کوي.
ښاغلی حامد همدارنګه زیاتوي چې د یاد ولایت په مرکز او ۲۲ ولسوالیو کې اړوند دفترونه فعال دي او تېر کال نږدې ۵ زره هېوادوالو ته په کاغذي تذکرو کې د اصلاح خدمتونه او نږدې ۱۲زره هېودوالو ته د زیږدنو او مړینو د ثبت خدمتونه هم وړاندې شوي دي.
د دې ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست د معلوماتو پر اساس په یاد ولایت کې د الکترونیکي تذکرو درې وېش څانګې فعالې دي چې هره ورځ نارینه او ښځینه غوښتونکو ته خدمتونه وړاندې کوي چې په یادو وېش څانګو کې د الکترونیکي تذکرو اړوند له وېش وروسته خدمتونه (مثني تذکرې، د ودونو او طلاق ثبت او د زیږیدنو ثبت) هم فعال دي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره په پام کې لري چې د هېواد په کچه د الکترونیکي تذکرو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته وغځوي چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره وکولای شي خپلې الکترونیکي تذکرې ترلاسه کړي.