ټولنه او کلتور

 ننګرهار پوهنتون کې څېړنيز مرکز جوړېږي

په ننګرهار پوهنتون کې د شهيد افسر خان د کورنۍ له خوا د ۱۵ميليونه افغانيو په لګښت د يوه علمي څېړنيز مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې.

په ننګرهار پوهنتون کې د شهيد افسر خان د کورنۍ له خوا د ۱۵ميليونه افغانيو په لګښت د يوه علمي څېړنيز مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې.د يادې کورنۍ مشر حاجي باز محمد افسرزي وويل: دغه مرکز پر ۳۰۰ متره مربع ځمکه په اساسي توګه جوړېږي، چې چارې به يې د شپږو مياشتو په موده کې بشپړې او ټول لګښت يې د دوی د کورنۍ له لوري ورکول کېږي.

(( دلته به ريسرچ سنټر موږ جوړ کړو. دا د دې هدف لپاره چې دلته ننګرهار پوهنتون کې څومره محصلين دي، که هره برخه کې کولی شي ترې استفاده وکړي، کوم لګښت چې موږ تخميناً ويلي ۱۵ ميليونه افغانۍ ،خو امکان لري تر ۲۰ ميليونو ورسېږي.))

د ننګرهار پوهنتون مسئولين وايي: دا لومړی ځل دی چې په ياد پوهنتون کې څېړنېز مرکز جوړيږي،  له دې وړاندې هېڅ دا ډول مرکز شتون نه درلود.

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهندوي احسان الله ناصح وايي، څېړنيز مرکزونه د پوهنتونونو لپاره د ملا د تير حيثيت لري او زياتوي د علمې څېړنې برخه کې زده کړيالان له ګڼو ستونزو سره مخ دي، چې د دې مرکز په جوړېدو سره به يې شته ستونزې حل شي.

 ((له دې وړاندې ننګرهار پوهنتون کې کوم تحقيقاتي مرک شتون نه درلود او کوم تحقيقاتي مرکز چې دلته ننګرهار پوهنتون کې جوړېږي ، اميد دي محصلين او استادان ،چې کومې څيړنې کوي ،نو دلته به يې ټولې ستونزې حل کېږي يواځې د ننګرهار پوهنتون نه بلکې د هېواد په سطحه استادان او محصلين کولی شي د څيړنې په برخه کې ترې ګټه واخلي))

د ننګرهار پوهنتون زده کړيالان د دغه څېړنيز مرکز په جوړېدو خوښي څرګندوي او وايي، په دې برخه کې شته ستونزې به يې حل شي.

عابد الله او محمد کبير چې د زراعت پوهنځي محصلين دي وايي:  (( د شهيد افسر خان له کورنۍ څخه مننه کوو ،چې د زده کړيالانو لپاره يې دلته ريسرچ سنټر جوړ کړ،چې دې نه وروسته به زده کړيالان خپل ريسرچې او عملي زده کړې دلته ترسره کوي».

 (( د ختيځ د محصلينو لپاره دا دخوښۍ ځای دی، چې موږ ته د ريسرچ مرکز جوړيږي، څو محصلين پکې څيړنې وکړي))

هيره دې نه وي چې  يادې کورنۍ  وړمه ورځ چپرهار ولسوالۍ کې د سلګونه ټوکه بېلابېلو کتابونو په لرلو عامه کتابتون هم فعال کړ.            سمېع الله مبارز

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button