
اقتصاد
ننګرهار د شل میلیونه افغانیو په لګښت د يوې محافظوي پولې جوړولو چارې پيل شوې.
د ننګرهار ولایت اړوند کانال ریاست د زرګونه جریبه ځمکې تخریب مخنیوي په خاطر د کرنې او اوبو لګولو وزارت تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي صدراعظم په لاس، چې پر مهال يې د کانال رئيس مولوي غلام الرحمن کظيم، کرنې رئيس مولوي عبدالستار محمد او د ګڼ شمېر کرنيزو شرکتونو مسئولينو حضور درلود د شل ميليونه افغانيو په مالي لګښت د محافظوي پولې جوړولو چارې پيل شوې.
دا محافظوي پوله د اورښتونو او سيلابونو له امله ړنګه شوې وه، چې د ۳۵ کرنيزو شرکتونو په مالي لګښت په اساسي ډول جوړيږي او ور سره به زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه د اورښتونو او سيلابونو له خطره وژغورل شي.