ټولنه او کلتور

ننګرهار خراسان پوهنتون او د اطلاعاتو او کلتور ریاست  تر منځ د همکارۍ تړون لاسلیک شو.

د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست ځوانانو چارو آمر  محمد اصف زهیر او د خراسان پوهنتون د بشري علومو د پوهنځي رئیس اورنګ صمیم تر منځ د همکارۍ تړون لاسلیک شو، چې له مخې به یې د ننګرهار ځوانانو چارو آمریت د راتلونکې حوت تر پنځمې نېټې پورې چې د متفرقه کانکور ازموینې نېټه ده هغه بېوزله محصلین چې د زده کړو کولو مالي توان نه لري په (۷۰) سلنه تخفیف د خراسان پوهنتون د بشري علومو پوهنځي (انګلېسي ادبیات او ژورنالېزم څانګو) ته ورپیژني، هغه زده کړیالان چې اقتصادي وضعیت یې سم نه وي کولای شي ددغه زرین چانس څخه پوره استفاده وکړي،  د یاد تړون له مخې به زده کړیالان د روان کال د حوت د میاشتې تر پنځمې نېټې پورې چې د متفرقه کانکور ازموینې نېټه ده ورپیژندل کېږي او نوموړی تخفیف د تعلیمي دورې تر پايه لازم د اجرأ دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button