ټولنه او کلتور

ننګرهار ته تللي بهرني سيلانيان:د افغانستان اوسني نظام په اړه د بهرنيو رسنيو ټول تبليغات دروغ دي

ننګرهار ته يو شمېر تللي بهرني سيلانيان وايي، چې د افغانستان اوسني نظام په اړه د بهرنيو رسنيو ټول تبليغات دروغ  او بې اساسه دي.د دوی په خبره هغه ذهنيت ،چې د افغانستان اوسني حکومت په اړه بهرنۍ رسنۍ خپروي، هېڅ حقيقت نه لري.دې ولايت ته له لتوانيا څخه راغلي سيلاني مندس وايي: (( زما پيغام ټولو سيلانيانو ته دا دی، چې د نړيوالو رسنيو په منفي تبلېغاتو باور ونه کړي؛ ځکه  هغوی خلکو ته شپه او ورځ همدا منفي ذهينيت ورکوي، خو دلته چې موږ اوس وليدل، هر څه د هغوی د منفي تبليغاتو سره ډېر توپير لري دا ځای ډېر ښکلي او پر امنه دي.))په همدې حال کې د جنوبي کوريا څخه راغلي سيلاني محمد عامر هم وايي: (( موږ اوس هر څۀ لۀ نږدې وليدل. هر هغه څه، چې نړيوالې رسنۍ د افغانستان د اوسني حکومت او امنيت په اړه خپروي، ټول منفي او ناسم تبليغات دي. اوس موږ د دې هيواد رښتيني انځور په خپلو سترګو وليد، زه له خپل فاميل سره يوځای خپل ځانګړي موټر کې د شپې ويده کېدم، خو ماته هېڅ خطر متوجه نه و.))

هغه کمپنۍ چې افغانستان ته د سيلانيانو د راوستلو او ګرځولو برخه کې فعاليت کوي، هم د يادو رسنيو منفي تبليغات غندي او له خلکو غواړي چې د دغو رسنيو پر افواهاتو باور ونه کړي.

افغانستان ته د بهرنيو سيلانيانو د راوستونکې کمپنۍ مسئول هژير شېرزاد وايي: ((موږ خارجي سېلانيان شپه – ورځ د هيواد کونج – کونج ته ګرځوو. حکومتي مسېولين موږ سره هره برخه کې همکاري کوي او هر ډول آسانتيا يې موږ ته برابره کړې، وېره نشته اوس دلته هېڅ ډول امنيتي ستونزه نشته.))

دوی دغه څرګندونې په داسې مهال کړي، چې تازه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې په خپله يوه اعلاميه کې پر افغانستان انټرنيشنل تلوېزيون نيوکه کړې، چې د افغانستان لپاره ناسمې خپرونې کوي او له خپلو منابعو څخه غلطه ګټه اخلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button