
ننګرهار او کندهار کې د کوکنارو بديل کښتونه حاصلاتو ته رسېدلي
په ننګرهار او کندهار ولایتونو کې هغه نیالګي او اصلاح شوي تخمونه چې د ملګرو ملتونو په ملاتړ بزګرو ته د کوکنارو د بديل کښت په نوم ورکړل شوي و، تر درېیو کالو وروسته حاصلاتو ته رسېدلي دي. د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې په ۲۰۲۰ ميلادي کال کې د ننګرهار ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ستروس باغونو جوړولو پروژه پيل کړه، دا باغونه يې په هغو ځمکو کې جوړ کړل چې پخوا کوکنار پهکې کرل کېدل. اوس د درېيو کالو په تېرېدو سره دا باغونه حاصلاتو ته رسېدلي او باغوانان يې له حاصلاتو څخه خوښ دي. ننګرهار د افغانستان له هغو ګرمسېرو یا تودو ولایتونو څخه دی چې زارعتي ځمکې يې د ستروس د باغونو لپاره ډېرې مناسبې دي او په وروستیو کلونو کې يې د مالټو، نارنجو او ليمو صادرات هم درلودل. له بلې خوا، په کندهار ولایت کې هم بزګران د خپلو زراعتي حاصلاتو په اړه خوښي څرګندوي.