
نظام او ولس د يو هدف ملګري
که د نړۍ په هيوادونو ځغلنده نظر وشي، ښکاري چې هغه ملتونه او نظامونه ډېر بريالي دي، چې د خپلو ملي ګټو او ارزښتونو په ترلاسه کولو کې ګډې هڅې کوي او په دې برخه کې يې ترمنځ همکاري موجوده وي، خو هغه ملتونه او نظامونه بيا د پرمختګ او بريا له کاروانه وروسته پاتې دي، چې ترخپل منځ همکاري او هماهنګي نه لري.
که د نړۍ په هيوادونو ځغلنده نظر وشي، ښکاري چې هغه ملتونه او نظامونه ډېر بريالي دي، چې د خپلو ملي ګټو او ارزښتونو په ترلاسه کولو کې ګډې هڅې کوي او په دې برخه کې يې ترمنځ همکاري موجوده وي، خو هغه ملتونه او نظامونه بيا د پرمختګ او بريا له کاروانه وروسته پاتې دي، چې ترخپل منځ همکاري او هماهنګي نه لري.
په دې برخه کې ډېر مسؤليت د حکومتونو لور ته ورګرځي، چې هغوی بايد د ملت روا غوښتنې او ستونزې واوري او د امکان تر بريده رسيدګي هم ورته وکړي. څو ورځې وړاندې د افغانستان اسلامي امارت د زعيم امیرالمؤمنين شيخ هبة الله اخندزاده حفظه الله له لوري يو فرمان صادر شو، چې پکې ټولو حکومتي چارواکو ته حکم شوی و، تر څو د ملت ستونزې له نږدې واوري او رسيدګي ورته وکړي.
د همدغه فرمان په تعقيب د اسلامي امارت مشرانو د مرکز، ولايتونو او ولسواليو له علماوو، قومي مشرانو، سياسونو، د پوهنتونونو استادانو، پانګه والو او نورو بانفوذه شخصيتونو سره غونډې پيل کړي او د هغوی غوښتنې او ستونزې په مخامخ او شفاهي ډول اوري او د امکان په صورت کې د رسيدګي ژمنه هم ورکول کيږي.
د سیاسي چارو شنونکي د اسلامي امارت د مشرانو له لوري دغه ډول مشورتي غونډې او ناستې ډېرې مهمې بولي او په باورو يې دغه ډول غونډې کولی شي چې د خلکو او حکومت تر منځ محبوبیت زیات کړي. رښتيا هم دا ډېر غوره ګام دی او کولی شي د نظام او ملت ترمنځ بارو او اعتماد لا ډېر کړي.
که څه هم دغه ډول غونډې او ناستې هر وخت ډېرې مهمې دي او په دې سره حکومتونه له واسطو پرته د ملتونو غوښتې او ستونزې درک کولی شي او ملت هم ډاډه کيږي، چې د پوښتنې يو څوک لري، په ځانګړي ډول په اوسنيو شرايطو کې ددغسې غونډو جوړول خورا مهم دي؛ ځکه چې افغانستان تازه خپلواکي اخيستې او لوديځه نړۍ هڅه کوي، چې يو او بل نامه د ملت او نظام تر منځ فاصلې او واټن ايجاد کړي.
هغوی غواړي په دې ډول نه يوازې د خپلې ماتې بدل له افغانانو واخلي، بلکې هڅه يې دا ده چې اوسني ځواکمن اسلامي نظام ته ستونزې راولاړې کړي او په دې توګه د اسلامي نظامونو د رامنځته کولو نظريه او فکره د خلکو افکارو ته د يوې ناشونې او ناممکنه نظريې په توګه وروپيژني.
د اسلامي امارت مشران بايد دغه موضوع ډېره جدي ونيسي، د ملت غوښتې او ستونزې دې له هغوی څخه واوري، د حل لپاره دې خپل خپل لنډمهالي او اوږدمهالي پلانونه او برنامې ورسره شريکې کړي او که په کومو برخو کې ستونزې وي، مخامخ دې د ملت استازو ته قناعت ورکړي.
ملت هم بايد د خپل حکومت تر څنګ کلک ودريږي، ملاتړ دې وکړي او نور دې اجازه نه ورکوي، چې خدای مه کړه، يو ځل بيا د بې ثباتۍ، نا امنۍ او ناورين په لور لاړ شي، بلکې له حکومت سره دې د پرمختيايي پروژو په تطبيق او مراقبت کې مرسته وکړي.
که نظام او ملت د يو بل سره لا ډېر همکار شي، د ملت ستونزې حل شي او د نظام او قانون ملاتړ وشي، ملت او نظام د ګډ هدف لپاره چټګ ګامونه پورته کړي او خپلمنځي همکاري ډېره کړي، ډېر ژر به افغانستان د نړۍ او سيمې له هيوادونو سره په سياسي او اقتصادي برخو کې سيال هيواد شي. ان شاء الله تعالی