
نرۍ دې د فرمايشونو پر ځای تعامل ته مخه کړي!
افغانستان يو آزاد او خپلواک هيواد دی. نړۍ دې نورې خپلې فرمايشي ترانې نه زمزمه کوي او پر موږ دې خپل فرمايشي او تپلي حکومتونه، چې د دوی پروژې پلې کوي نه راتپي. موږ له نړيوالو سره دښو اړيکو او تعامل غوښتونکي يو او زموږ له هيواده تښتېدلي باغيان او مفسدين دې بيا هغه خوبونه، نه ويني کوم چې دافغانستان وياړلی تاريخ او وقاريې اشغالګرو ته په پښو کې کېښود، د بهرنيو چارو دسرپرست وزير مولوي امير خان متقي له قوله دغه آزادي موږ د دوه نيم ميليونو شهيدانو په قربانۍ ترلاسه کړې او هېچاته به د دې اجازه ورنه کړو، چې يو ځل بيا مو د هيواد او ملت پر سرنوشت ملنډې ووهي. دوی خپل هيواد او ملت ته آزموينه ورکړې او ملت هېڅکله هغه اشخاص بيا نه غواړي، چې د دې هيواد ملي شتمني يې لوټ او تالا کړې ده. اوس واک د دې ملت رښتينو او اصلي بچيانو ته په لاس ورغلی او په هېڅ شکل به د نړيوالو استعماري او استکباري طاقتونو هغه فرمايشات و نه مني، چې د هيواد او ملت په زيان تمامېږي او په همدې موخه يې شل کلنه اوږده مجاهده کړې، چې بالاخره يې د امريکا په مشرۍ نړيوالو اشغالګرو ځواکونو ته ماتې ورکړه او افغانستان يې ديرغلګرو ځواکونو له منګولو وژغوره، اسلامي نظام حاکم او دهيواد جغرافيايي حدود کنټرول شول، ډاډمن امنيت تامين او دبيارغونې چارې پيل شوې، پر ټولګټو او ملي پروژو کار په درز کې روان دی. زموږ ګاونډيان دې هم زموږ د کورنيو او بهرنيو دښمنانو پوچې او بېځايه سندرې نه بدرګه کوي او د پرديو ډول ته دې بې وخته لاسونه، نه غورځوي. موږ په سرکې وويل، چې افغانستان يو آزاد او مستقل هيواد دی او خپل قوانين او کلتور لري. هېڅوک دا حق نلري چې زموږ په کورنيو چارو کې مداخله او لاسوهنه وکړي. زموږ په بدبختۍ کې دې خپله نېکبختي نه ګوري. زموږ بهرنۍ پاليسې د نورو په چارو کې د نه لاسوهنې پر بنياد ولاړه ده او له نورو هيوادونو څخه هم ورته غوښتنه لرو او د تېرو څه د پاسه څلورو لسيزو ترخې او ناکامې تجربې دې بيا نه تکراروي.
د يوه آباد او سرلوړي افغانستان په هيله