اقتصاد

نرخونه دې کنټرول شي!

له فتحې وروسته ډېرو خلکو دا فکر کاوه چې د افغانستان اسلامي امارت به حکومتي کارونه په ښه طریقه و نه شي چلولی او هر څه به ترې خراب شي، اما اوس د اسلامي امارت سرسخته مخالفین هم وايي، چې ټول کارونه په سم ډول روان دي، هر څه یې له تېر جمهوریت نه په منظم ډول روان دي؛ ځکه ټول خلک د یو زعیم او امیرالمؤمنین اطاعت کوي او د هغه له امره نافرماني له اولوالامره بغاوت بولي. په تېر جمهوریت کې خصوصاً د اشرف غني پر مهال حکومت دوسری و، حُکم منل یې په سر کې نه و او تر ولایتونو پورې خو هېڅ نه منل کېده، هر څه پنځوس ـ پنځوس و!

اوس که د اسلامي امارت ټولو چارو ته لږ ځیر شو، هر څه په سم لوري روان دي، نن د افغانانو جنازې بندې شوې، د تابوتونو کار تر عادي مړیو محدود شوی دی، همدراز افغان د افغان په لاس نه وژل کېږي، چې هېڅوک هم له دې خوا شکایت نه لري.

همدا اوس یو شکایت د نرخونو لوړوالی دی، چې تر کومه ډېر پر ځای هم دی؛ ځکه د اسلامي امارت نظام ټول امورات په سمه توګه روان دي، خو یوازې نرخونه ډېر اوچت دي او د نورو هېوادونو د پیسو واحدونه (کرنسي) په مقابل کې زموږ پولي واحد ( افغانۍ) ثابته وساتل شوه او د نورو هېوادونو کرنسي ښکته لاړې، نو د افغانۍ ثابت پاتې کېدا ته نسبت زموږ نرخونه لوړ دي، کنټرول یې په کار دی. باید دوکاندان دایم له نظر لاندې وساتل شي او د امکان په صورت کې په لویو ښارونو کې نرخنامې ووېشل شي او د هغه مطابق پېر او پلو وکړي، که هر څوک له نرخنامو څخه سرغړونه کوي، باید مجازات شي.

هغه اجناس چې ثابت نرخونه لري، باید هلته د هغو ثابت جدول جوړ او خپور شي، د هغو مطابق اجناس خرڅ شي، ځکه زه خپله د پېرلو لپاره بازارانو ته ځم او شیان اخلم، نو هلته د یو جنس بيه متفاوته وي ، باید چارواکي د هغه مخه ونیسي، څو هر څه په یوه بیه او یوه قېمت خرڅ شي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم هم په خپله د مدینې په بازار کې ګرځېده، د پلورونکو او پېرودونکو څارنه یې کوله، جنس یې څاره چې څوک کمزوری مال د ښه جنس (مال) په بیه تېر نه کړي، د الله جل جلاله رسول صلی الله علیه وسلم خلکو ته د الله پيغام هم رساوه، ورسره یې د هغوی د دنیوي چارو غم هم خوړ.

همداراز رسول الله صلی الله ته وویل شو: موږ ته بیې او قېمتونه وټاکه، نو هغه ځواب ورکړ: «الله جل جلاله د نرخونو ټاکوونکی دی، قابض، باسط، رازق دی…» (ابو داؤد: ۳۴۵۱ ، ترمذي: ۱۳۱۴ ، ابن ماجه ۲۲۰۰ او احمد: ۱۴۰۴۷)

د نرخونو لوړېدل د قیامت له نښو څخه دي، له رسول الله صلی الله علیه وسلم د نرخونو ټاکلو غوښتنه وشوه، هغه ځواب ورکړ، دا نه شم کولای خو دُعا به کوم.

همداشان سیدنا عمر رضی الله عنه د خپل خلافت پر مهال د بازارونو مراقبت او څارنه کوله، حضرت شفاء بنت عبدالله بن عبدشمس عدویه (۲۰ هـ مړه) یې د مدینې منورې محاسبه وګومارله، هغې به د بازار څارنه کوله. نرخونه باید کنټرول او د ژوند لومړني شیان ورته ارزانه شي،څو د بېوزلانو اړتياوې پوره شي.

ساجدالله عظمت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button