سیاست

ناروې: په افغانستان کې پوره امنيت مو فعاليتونوته ښه شرايط برابر کړي

د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت سرپرست دين محمد حنيف د افغانستان لپاره د ناروې کميټې له مشر تاريا واتر دال سره په کتنه کې د امريکا دمتحده ايالاتو لخوا د اقتصادي بنديزونو لګول او د افغانستان د بهرنيو اسعارو د زيرمو بندول په هيواد کې د فقر او بيکارۍ د پراخيدو اصلي لاملونه وبلل.د اقتصاد وزارت په وينا: د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې مشر په دې ناسته کې وويل، چې په افغانستان کې ثبات او امنيت په بېلابېلو ولايتونو کې د دغه بنسټ د پروګرامونو او فعاليتونو د تطبيق لپاره مناسب شرايط او فرصتونه برابر کړي دي.د تاريا واتر دال دغه راز زياته کړه، چې اوسمهال ياده شوې کمېټه شاوخوا ٢٠٠٠ کارکوونکي لري، چې بهرني او افغان اتباع هم په کې شامل دي. دوی په يادو سکتورونو کې فعال دي او د کليو د اقتصادي ودې په موخه هڅه کوي ،چې له اړوندو وزارتونو سره په همغږۍ او تفاهم کې پرمختيايي پروژې پيل کړي.ويل شوي دي، چې په دې کتنه کې د اقتصاد وزارت سرپرست ځوانانو ته د کاري زمينو د برابرولو، ددغې کميټې له خوا د حرفوي زده کړو دپروګرامونو د پلي کولو او د افغانستان په لرې پرتو سيمو کې د کاري فعاليتونو د پراختيا غوښتنه وکړه .دين محمد حنيف دغه راز د اقتصادي بنديزونو لګول په هيواد کې د بې وزلۍ او بېکارۍ د کچې د لوړېدو لاملونه وبلل او زياته يې کړه: يوازې بشري مرستې نه شي کولاى اړتياوې پوره کړي او شته اقتصادي ستونزې هوارې کړي.نوموړي له نړيوالو بنسټونو څخه غوښتنه وکړه، چې د اقتصادي لومړيتوبونو له مخې په افغانستان کې د پرمختيايي پروګرامونو او پروژو په پلي کولو کې ونډه واخلي ،ترڅو کاري فرصتونه رامنځته شي او په تدريجي ډول د بې وزلۍ کچه راټيټه شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button