سیاست او دولت

ناروې د افغانستان او پاکستان په اړه د اقليمي بدلون کنفرانس جوړوي

د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې عمومي رئيس تاريه مګنوسن واتردال د چاپېريال ساتني ملي ادارې د پاليسۍ او مسلکي مرستيال ډاکټر زين العاب الدين عابد او مسلکي رئيسانو سره ليدنه کړې.په ياده ليدنه کې د ناروې کمېټې عمومي رئيس ويلي: د ناروې کمېټه په افغانستان کي د غذايې امنيت، طبيعي زېرمو او کرني په برخو کې کارکوي.نوموړي زياته کړې: موږ د چاپېريال ساتني ملي ادارې سره ګډ کارکولوته ژمن يو، ترڅو وکولای شو په افغانستان کي د اقليمي بدلون د منفي اغېزو په وړاندي په ګډه مبارزه وکړو.مګنوسن واتردال ويلي: دامهال د ناروې کمېټې د افغانستان په څو ولايتونو کي د نيالګيو ايښودلو فارمونه جوړ کړي او هڅه کوو، چي نورهم د چاپېريال ساتني په برخه کي پروژې پلي کړو.واتردال د اقليمي بدلون نړيوال کنفرانس قاف ۲۸ ته په اشارې ويلي: افغانستان ته بايد بلنه ورکول شوي واي، موږ به د چاپېريال ساتني ملي ادارې او د افغانستان له حکومت سره په ګډه د دې هيواد د خلکو ږغ پورته کړو، ترڅو په راتلونکي نړيوال کنفرانس کې چې په آذربايجان کې دايريږي افغانستان ته بلنه ورکړ شي.په افغانستان کې د ناروې کمېټې عمومي رئيس ويلي؛ ناروې هيواد به په اپريل مياشت کي د افغانستان او پاکستان په اړه د اقليمي بدلون د کنفرانس کوربه وي اوله دې سره جوخت به په کابل کې د اقليمي بدلون په اړه د چاپېريال ساتني ملي ادارې ، نړيوالو موسسو او نورو ادارو سره به ګډه د اقليمي بدلون يوه ګډه غونډه جوړه کړي.د چاپېريال ساتني ملي ادارې د پاليسۍ او مسلکي مرستيال ډاکټر زين العاب الدين عابد ويلي؛ دا مهال په افغانستان کي بشپړ امنيت ټينګ شوی ، موسسې او نړيوال بنسټونه کولای شي د افغانستان له حکومت سره په همغږۍ پروژې پلي او عملي کړي.ښاغلي عابد د ناروې کمېټې عمومي رئيس ته د همکارۍ ډاډ ورکړي او زياته کړې يې ده؛ افغانستان د اقليمي بدلون په برخه کي سخت زيانمن شوي، د کرني د سکتور ترڅنګ د اوبو او روغتيا برخو کې هم ډېر زيانمن شوي دي.د چاپېريال ساتني ملي ادارې مرستيال ويلي؛ د چاپيريال ساتني ملي اداره د هيواد په هر ولايت کي ۲۰ جريبه ځمکه لري، د ناروې کمېټه کولای شي، چي هلته د نياليګو د قوريو په جوړولو او همدارنګه په تحقيقاتي او علمي برخوکې کار وکړي.نوموړي د نمونموي ځنګلونو د جوړولو طرحه هم واتردال ته وړاندي کړې، چې موږ کولای شو لومړي نمونوي ځنګلونه جوړ او وروسته يې په ټول هيواد کې عملي کړو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button