
ټولنه او کلتور
میدان وردګو کې د ۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پروژې بشپړې شوې
د میدان وردګ ولایت په پوهنتون کې د ۱۹.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت بېلابېلې پروژې بشپړې او ګټې اخیستلو ته وسپارل شوې. د دغه ولایت چارواکو ویلي، چې د ۴.۵ میلیونه افغانیو ترمیماتي، د ۵ میلیونه افغانیو د سولري برېښنا، د ۷ میلیونه افغانیو د کمپیوټرلب او سولري برېښنا، د ۲ میلیونه افغانیو د کتابتون لپاره د پارټیشننو ، د ۴.۲ میلیونه افغانیو د پوهنتون د زرغونتیا لپاره د سولري برېښنا او د اوبو رسولو، د ۸ لکه افغانیو د انترنېټ او د ۷ لکه افغانیو په ارزښت د تجهزاتو پروژه چې ټولټال پینځه پروژې کیږي، بشپړې شوي. چارواکو د دغو پروژو د تمویل او نورو جزیاتو په اړه څه نه دي ویلي. میدان وردګ د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی، چې په تېر کې پکې د بیارغونې پروژې ډېرې کمې عملي شوي او خلک یې له ډېرو ستونزو شکایت لري.