
میدان وردګو کې د ډبرو سکرو د پروسس مرکز جوړېږي
د میدان وردګو ولایت د مرکز اړوند کوټه عشرو سیمه کې د ملي پراختیا شرکت له لوري په ۷۰۰ جرېبه ځمکه کې د ډبرو سکرو د پروسس مرکز جوړولو چارې پیل شوې، چې د دغه ولایت په چارواکو سربېره د ملي پراختیا شرکت مسوولینو او ګڼ شمېر ولسي خلکو پکې ګډون کړی و. د میدان وردګو والي وویل، چې د ډبرو سکرو د یاد مرکز په جوړېدو سره به په دغه ولایت کې بیارغونې کارونه چټک شي او ګڼ شمېر کسانو ته به د کار زمینه برابره شي. د ملي پراختیا شرکت مسوولینو وویل چې د نظام قوت په اقتصادي پیاوړتیا سره کیږي، اوسمهال په هیواد کې د بیارغونې کارونه چټک شوي او هیلې شته چې هېواد په نږدې وخت کې پر ځان بساینې ته ورسیږي. د مسوولینو په خبره، دغه مرکز په ۷۰۰ جریبه ځمکه کې په ملي او نړیوالو سټندرډنو برابر رغول کیږي چې له دغه ځایه به پروسس شوي د ډبرو سکاره بسته بندي او بهر هیوادونو ته لېږدول کیږي.