هیواد

میدان وردګو کې د اوبو ۵ بندونه جوړ شوي

د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکي وايي، د میدان وردګ ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د ۱۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو د پنځو کوچنیو بندونو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.د اوبو او انرژۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د میدان وردګ ولایت په چک، جلرېز، جغتو او سید آباد ولسوالیو کې د اوبو پنځه واړه بندونه جوړ شوي. د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست د دغو بندونو د جوړولو د کار د پيل په مراسمو کې وويل چې دغه وزارت پر دغو پروژو ١٧ ميليونه افغانۍ لګولې دي.له دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو برخو کې د وړو پروژو کار د دولت او نړیوالو موسسو له خوا بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button