ټولنه او کلتور

ميوند جګړې د ملالې مېړانه او افغانيت ثابت کړ

د جولای ۲۷مه د میوند د سپېڅلې جګړې نېکمرغه کلیزه ده، چې د هغې له برکته کندهار بېرته له افغانستان سره پيوست شو او د انګرېزانو دوهمه جګړه پای ته ورسېده .دغه جګړه په ۱۸۸۰ ميلادي کال کې د ميوند په ولسوالۍ کې پېښه شوه،انګرېز پوځ د نوومبر په ۲۱ تمه د ډونالډ سټوراټ په مشرۍ پښين ته داخل شو او د اپرېل په لومړۍ نېټه يې اعلان وکړ، چې کندهار له افغانستان څخه جلا شو او شيرعلي د مهر دل خان زوی يې خپل ګوډاګی والي وټاکه. د کندهار ټولې سیمې د انګرېزي پوځ له خوا ساتل کېدې. دا مهال په ټول هېواد منجمله کندهار کې د انګرېزانو پر ضد جهاد او غزا د شدت په حال کې وو چې د انګلیس- افغان دوهمه جګړه بلل کېږي .

په دې بهیر کې، د هیواد په شمال او جنوب کې د سلطنتي کهول څخه دوه ځوانان را ښکاره شول چې مخ پر کابل د یون په حال کې وو. جهاد په کابل، مشرقي، جنوبي، غزني او کندهار کې شدیدأ جاري و. په بېل کړای شوي کندهار کې چریکي عملیات د شدت په حال کې وو. پر انګرېزانو او د هغوی پر رسد او کاروانونو پرله پسې حملې کېدې بالآخره انګرېزان د ښار په څلورو دېوالونو کې د کلابندۍ په حال کې راغلل .مخورو او مشرانو ایوب خان ته پرله پسې احوال ورکاو،چې ملت عمومي پاڅون ته چمتو دی. د هرات او ورپورو سیمو ولس د ۱۸۸۰م کال په جون کې د دیني علماوو په فتوا سره ایوب خان د افغانستان د امیر په توګه وټاکه د ده په نوم سکه ووهل شوه او خطبه ولوستل شوه. دواړه پوځونه یوه اوونۍ یو بل ته مخ په مخ پراته وو، ترهغو د جولای پر ۲۷مه دومره سخته جګړه پېښه شوه،چې آن په آسیا او ټول ختیځ کې یې د برېتانیې ملا ور ماته کړه، او په نتیجه کې له افغانستان سره د کندهار بېرته پیوستون هم تحقق وموند.

په دې جګړه کې د تلفاتو کره شمېر نامالوم دی او تاريخ ليکونکي هم په يو نظر نه دي، خو د تاريخ له پاڼو په اخيستنې په دغه جګړه کې ۱۳۰۰ انګرېزي پوځيان مړه او يو جګړن د مک لاین په نامه ژوندی ونيول شو. په ميوند کې د انګرېزانو د ۶۶ نمبر کنډک څه د پاسه ټول سرتېري مړه او يو تن يې په تېښته بريالی شو او په دې جګړه کې د افغان شهيدانو شمېر څه د پاسه ۷۰۰ تنه و، بيا هم په ۱۸۸۰ کال کې انګرېزانو په غازي ايوب خان بريد وکړ، چې له مقاومت سره سره ايوب خان شاتګ ته اړ شو او د امير عبدالرحمن په خيانت ايوب خان کندهار او هرات له لاسه ورکړل او ايران ته ولاړ. په ۱۸۸۷ کال ايرانيانو ايوب خان د انګرېزانو کونسلګرۍ ته وسپاره، چې د تل لپاره په راولپنډۍ کې پاتې شو او نوموړی غازي په ۱۹۱۴ م کال وفات او د ده له وصيت سره سم په پېښور کې خاورو ته وسپارل شو. په دوهمه جګړه کې هم ۱۴۰ زرو انګرېزي پوځيانو برخه درلوده، چې بيا يې هم ۳۰۰ پوځيان مړه او څه د پاسه ۴۰ ميليونه پونډه مالي زيان ور واوښت، چې په دې ډول د ميوند غيرتي جګړې ګران افغانستان له تجزيې وژغوره او د ستر کندهار ۸۸۸ ورځو بېلتون يې ختم کړ.

میوند جګړې په آسیا کې د انګرېزانو استعماري پای پیل کړ، میوند جګړې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او ملي واکمني تأمین کړه، میوند جګړې افغانستان د ملوک الطوایفۍ څخه خلاص کړ، میوند جګړې د نارینه او ښځینه افغانانو مېړانه او افغانیت ثابت کړ، میوند جګړې د تاریخ د مخکنیو پاڼو په اړولو سره معاصر تاریخ پیل کړ، میوند جګړې د آسیا ولسونه د برتانوي استعمار په وړاندې راویښ او د خپلواکۍ په مینه پوه کړل،

د نړۍ په دې مشهوره جګړه کې د افغان لښکر له يوه قومندان سره خپله پېغله لور هم وه چې ملالۍ نومېده. ملاله د کندهار ختيځ ميوند د خوګياڼو له کارېزڅخه وه چې د شفاهي رواياتو او قبر د جوړښت له امله په ونه دنګه پېغله ښکاري.سهار پيل شوې خونړۍ جګړه په داسې حال کې غرمې ته ورسېده چې ايوب خان د ځان ماتې په کې حتمي وبلله، د 3000 زرو انګرېزي او ملاتړي هندي ځواک په وړاندې اوس يوازې 500 افغانان په نيم ژواندي حالت کې ولاړ وو، په دې بدمرغه شېبه کې افغان بيرغچي هم ولګېد او د ملي مبارزې بيرغ پر مځکه راپرېوت، دا چې ملاله د جګړې شاته رښتينې پېغله او ملي اتله وه، د بيرغ اوچتولو ته ور وړاندې شوه او په خپلو خوږو او احساساتي ټپو يې د ميوند سخته جګړه د بريا منزل ته ورسوله:

که په ميوند کې شهيد نه شوې

خدايږو لاليه بې ننګي ته دې ساتينه

خال به د يار له وينو کېږدم

چې شينکي باغ کې ګل ګلاب وشرموينه

احمد راشد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button