روغتیا

ميدان‌وردګو کې ۳۳ روغتيايي مرکزونو ته برښنا برابرېږي

د ملګروملتونو  د پراختيايي پروګرام (UNDP) مسئولين ميدان‌وردګو ته د يوه سفر پرمهال  له سيمه ييزو چارواکو سره ژمنه کړې ، چې د دې ولايت په مرکز ميدان‌ښار او ۹ ولسواليو کې به د عامې روغتيا وزارت اړوند ۳۳ روغتيايي مرکزونو ته لمرېزه برښنا برابره کړي. په دغې ليدنه کې د ميدان‌وردګو والي بختيار معاذ په ميدان‌وردګو کې د UNDP مرستندويې ادارې له پليو شوو پروژو څخه مننه وکړه او زياته يې کړه، د ميدان‌وردګو ډېر اوسېدونکي پر کرنه او مالدارۍ بوخت دي.دوی غوښتنه کوي چې د روغتيا پر برخې سربېره د کرنې او مالدارۍ برخه کې د اوبو پر مهارولو، استنادي دېوالونو، کاريزونو، بڼوالۍ او مالدارۍ برخه کې هم پراختيايي پروژې پلې کړي.

د ملګروملتونو د پراختيايي پروګرام يوه استازي فيروز د دغه ولايت والي او اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چې دغه ولايت کې به د روغتيا برخه کې ۳۳ روغتيايي مرکزونو ته لمريزه برښنا برابره او رغنيزې پروژې به هم پلې کړي.فيروز زياته کړه :د لمريزې برښنا چمتوکولو ترڅنګ دغه ولايت کې د چرګانو د وړو فارمونو، خياطۍ زده‌کړې او لبنياتو توليد لپاره هم وسايل برابروي.له دې وړاندې هم په ميدان‌وردګو کې د ملګروملتونو د پراختيايي پروګرام (UNDP) له لوري يوشمېر رغنيزې پروژې پلې شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button