ټولنه او کلتور

ميدان‌وردګو کې ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

د ميدان‌وردګو د پوهنې رياست چارواکي وايي، چې په جغتو ولسوالۍ کې په شخصي لګښت د ((بيدموشک)) منځيني ښوونځي ته ودانۍ جوړه او پرون ګټې‌ اخيستنې ته وسپارل شوه.

د ميدان‌وردګو د پوهنې رياست چارواکي وايي، چې په جغتو ولسوالۍ کې په شخصي لګښت د ((بيدموشک)) منځيني ښوونځي ته ودانۍ جوړه او پرون ګټې‌ اخيستنې ته وسپارل شوه.د ياد ولايت د پوهنې رئيس محمدعثمان حريت د يادې ودانۍ پرانېستغونډې ته وويل: دغه ښوونځی لس درسي خونې، اداري خونه او تشنابونه لري. د حريت په وينا: د ياد ښوونځي ودانۍ د شپږو مياشتو په ترڅ کې د ۵۵زره امريکايي ډالرو په مالي لګښت جوړه شوې او سلګونه زده‌کوونکو ته د ليک‌لوست خوندي چاپېريال برابره شوی دی.د جغتو ولسوالۍ اوسېدونکي هم خوښ دې چې په دغه ولسوالۍ کې منځني ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه.دوی ټينګار کوي چې پوهنې وزارت ته بايد ميدان‌‌وردګو کې هغه ښوونځيو ته ودانۍ جوړې کړي چې اوس مهال زده کوونکي يې له پراخو ستونزو سره تر شنه اسمان لاندې په ليک‌لوست بوخت دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button