سرلیکنې

موږ د اقتصاد محوره اړیکو غوښتونکي یو !

تېره ورځ کابل دګاونډ اوسیمې دګڼو هېوادونو داستازو په ګډون دهغې غونډې کوربه و چې دسیمه ییزې همکارۍ په اړه جوړه شوې وه، یادې غونډې ته دافغانستان دبهرنیو چارو وزير خپله پیلیزه وینا کې پردوو ټکو ټینګار وکړ: لومړی دا چې موږ او زموږ دچم ګاونډ او سیمې هېوادونه باید په کامله توګه اقتصادي اړیکې ولرو او دویم دا چې نړیوال دې زموږ په کورني نظام کې ګوټې نه وهي.

تېره ورځ کابل دګاونډ اوسیمې دګڼو هېوادونو داستازو په ګډون دهغې غونډې کوربه و چې دسیمه ییزې همکارۍ په اړه جوړه شوې وه، یادې غونډې ته دافغانستان دبهرنیو چارو وزير خپله پیلیزه وینا کې پردوو ټکو ټینګار وکړ: لومړی دا چې موږ او زموږ دچم ګاونډ او سیمې هېوادونه باید په کامله توګه اقتصادي اړیکې ولرو او دویم دا چې نړیوال دې زموږ په کورني نظام کې ګوټې نه وهي. دغه خبرې واقعاْ ځکه ډېرې مهمې دي چې په لومړۍ کې خوهم زموږ اوهم دسیمې دګردوهېوادونو زښته ډېرې ګټې دي لکه دا چې آبادي ، پرمختګ اوسوکالي به راشي او د ټولې سیمې ګرد سره ولسونه به ځان بسیاینې ته ورسېږي . دغه راز دهېوادونو اقتصادي اړیکې ددې لامل ګرځي چې دهريوه ګټې بل سره وتړل شي اوپه دې توګه هيڅوک هم دنورو بې ثباتۍ ته لمن ونه وهي، طبیعي ده چې بالآخره بیا ټوله سیمه له امنیت اوټیکاوه برخمنه کېږي. په دې لړکې زموږ دهېواد رول ځکه ډېر مهم دی چې یو خو د منځوۍ اوجنوبي اسيا ترمنځ دپيوستون ترټولو لنډه لارده اوبل دا چې افغانان له تېرو څه باندې څلورو لسیزو بهرنیو یرغلونو اوکورنیو جګړو تازه را وتلي ، خپلواکي ، ثبات اومرکزیت يې ترلاسه کړی او داوخت دخپل هېواد پرمختګ ، اقتصادي اړیکواو بسياینې ته انتهايي زیات لېوال دي.بناْ حکومت اورعیت په کامل وحدت اوهمغږۍ سره دټولو هغو پروژو اوتعاملاتو په کلکه ملاتړ کوي چې دهېواد اوخلکو پرسوکالۍ منتج کېدی شي. همداوجه ده چې اسلامي امارت هروخت پرهمدې خبره ټینګار کوي چې نړیوال دي موږ سره اقتصاد محوراړیکې وپالي ،هغه څه چې دټولو ښکاره ګټه پکې ده ، نه دا چې موږ ته دنظام جوړولو بې ګټې نسخې راکوي ، ځکه نورهېوادونه که زموږ په کورکې دمداخلې غرضي نه وي نو دلته که هرډول نظام چلېږي ،هغوی ته يې ګټه اوتاوان څه دی؟ داهم په داسې حال کې چې اوس ټولې نړۍ ته دا حقیقت هم دلمر په شان څرګند شوی چې افغانان هېڅکله نه دپرديو نظامي اشغال ته غاړه ږدي، نه یې سیاسي مداخلې مني اونه ورته هغه سیسټمونه دمنلو وړ دي چې د دوی له دین، عقیدې اوکلتور سره په ټکر کې وي . په دې ترڅ کې ښايې دګردو نړیوالو د قناعت لپاره داکافی وي چې افغان ولس دخپلو میلیونو سرونو په ځارولو سره تېره ایکي یوه پېړۍ کې له دريو سترو زبرځواکونو سره داسې ډغرې ووهلې اوهغوی يې په داسې حال وشړل چې هریویې ټوټه ټوټه اوپه شرمو وشرمېد. په دې اساس ټول افغان ملت یوځل بیا له نړیوالو په کلکه داغوښتنه کوي چې راځئ نورې تجربې مه کوئ او دافغانانو په کورنيو معاملو کې لاس وهنو څخه تېرشئ، ځکه موږ دهمدغې خپلواکۍ لپاره خورا درنه بیه پرې کړې ، بلکې هڅه وکړئ چې موږ داسې خپل منځي اړیکې ولرو چې دټولې سیمې دپرمختګ اوسوکالۍ ضمانت کوي، راځئ موږ دهمدغه تعامل لپاره د زړه له تله چمتووالی اوتلوسه لرو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button