
موږ بايد لا ډېر منظم شو…!
د انساني ژوند د پرمختګ او ترقۍ لپاره نظم او ترتيب هغه مهم اصل دی چې ورسره په ډېر لږ وخت کې ډېرې مثبتې پايلې ترلاسه کېدای شي.
د انساني ژوند د پرمختګ او ترقۍ لپاره نظم او ترتيب هغه مهم اصل دی چې ورسره په ډېر لږ وخت کې ډېرې مثبتې پايلې ترلاسه کېدای شي.
اسلامي ښوونې نه يوازې د نظم او ترتيب پخلی کوي، بلکې د ژوند په ډېرو برخو کې يې غوښتنه هم لري، د مثال په ډول د لمانځه وختونه او د لمانځه پر مهال په منظمو صفونو کې درېدل د نظم او ترتيب څرګندې بېلګې دي.
دغه مهم او حياتي ارزښت لرونکی اصل بايد د اسلامي نظام په دولتي ادارو کې لا ډېر پلی او تطبيق شي، تر څو هر څه په منظم ډول مخکې لاړ شي، خلکو ته غوره او معياري خدمات وړاندې شي او د اسلامي نظام رښتينې نمايندګي وشي.
اوس هم الحمدلله د اسلامي امارت په ادارو کې نظم او ترتيب ښه دی، خو ددې معنا دا نه ده، چې موږ په همدې بسنه وکړو او په دې برخه کې نور کار ونه کړو.
د اسلامي امارت چارواکي بايد هڅه وکړي چې ټولې ادارې، په ځانګړي ډول نظامي ارګانونه ډېر منظم کړي، یونیفورم ته ډېره پاملرنه وشي، هغه ځايونه، چې د تفريح او ساتېرۍ لپاره جوړ شوي، هلته بايد نظامي خلک له پوځي وسايطو او وسلو سره لاړ نشي، بلکې په دغسې مواردو کې بايد له ساده لباس او شخصي موټرو څخه استفاده وشي.
په ټولو دولتي ادارو او ارګانونو کې د نظم مراعاتول نه يوازې د کارونو په ښه ترسره کېدلو کې مرسته کوي، بلکې د ملت او نظام ترمنځ همغږي او همکاري هم زياتوي، چې ورسره ثبات او امنيت لا ډېر ښه کېږي.