
موږ او نړۍ ښه سره پېژنو!
د افغانستان پنځه زره کلن تاريخ ته که ځغلنده کتنه وشي له چنګېزي استعمار ه راواځله ان ترمقدوني سکندر،انګريزي استکبار او د تېرو څلورو لسيزو په لړکې د شرقي او غربي ښکېلاکګرو د زورا زمايۍ، پر دنيا د خپلې واکمنۍ چلولو، دوسلو ازمايلو او دنيا بتي جنګونو په اورکې لولپه ملي شتمنۍ او طبيعي زېرمې يې تالا ترغې او ديو څوتنو داخلي ګوډاګيانو او بې ډزه قهرمانانو د جېب ښکلا ګرځېدلي او زياته برخه يې بهرنيو يرغلګرو له ځانونو سره وړي. افغان قهرمان او تورزن ملت د هر بهرني تېري کوونکي اويرغلګر په وړاندې مقابله کړې او بالاخره د خپلو سرونو په نذرانه کولو سره يې د زمانې هر فرعون ، چې زموږ پر سپېڅلې خاوره يې يرغل راوړی له شرميدلې ماتې سره یې مخامخ کړی او په پايله کې خړ غوږونه او ټيټې سترګې زموږ له هيواده تېښتې ته اړشوي. موږ د تېرو څلورو لسيزو په لړکې نړۍ وپېژندله چې له موږ سره یې نه د بشري حقوقو او قوانينوله مخې او نه هم د اسلامي همدردۍ له مخې کړنه او عمل وکړ، بلکې د ټولو نړيوالو قوانينو خلاف يې زموږ پر ګران هيواد يرغل وکړ، چې په دغه نړيوال حشر کې نه کفري او نه اسلامي هيوادونو زموږ مرسته او ملاتړوکړ، بلکې د هغوي د ظلم پر خلاف يې د خپلو هيوادونو له خوا د چارواکوله خولې غږ هم پورته نه کړ اودافغان مؤمين ملت د ځپلو په خاطر ځينې بېخي چپ پاتې شول اوزياتو اسلامي هيوادونو خو د يهودو په صف کې فعاله ونډه هم درلوده اودهمدغو اسلامي هيوادونو له لارې يې پوځي اکمالات کېدل. نړۍ هم موږ وپېژندلو چې دا په نړۍ کې د افغانانو ځانګړنه ده چې دبهرنيو يرغلګرو په وړاندې ټول سره پخپلو کې يو موټی او په مقابله کې يې شهادت د خپل ځان او کورنۍ لپاره وياړ بولي. همدا لامل دی چې د نړۍ هېڅ استعماري اواستکباري ځواک تر اوسه په دې نه دي توانېدلی چې افغانستان دايمي تسخير او خپله واکمنې پري ټينګه کړي. د افغانانو د دوامدار چريکي مقاومت او مجاهدې په پايله کې بالاخره دښمن له ماتې سره مخامخ شوی چې د يوې پېړۍ په لړکې د دريو سترو امپراتوريو ماتول د افغان مؤمن او مجاهد ملت نړيوال ريکارد دی. افغان غيرتي ملت که څه هم د تورې او مېړانې په ډګر کې لومړی مقام لري، خو د مېلمه پالنې په ډګر کې هم له ټولو مخکې دی. موږ اوس هم غواړو چې له ټولې نړۍ سره اړيکې او تګ را تګ ولرو، خو ستونزه چېرې ده، ستونزه په امريکا او ناټو کې ده چې تر اوسه يې زموږ نظام په رسميت نه دی پېژندلی او نړۍ هم د ياد ښکرور له اجازې پرته د اجرئت نشي کولی، خو حقيقت دادی چې موږ نړۍ پېژندلې. اونړۍ هم باید موږ و پېژني د افغانانو پر ودونو اوجنازو بمباري او د بمونو د مورله استعمالولو وروسته دايو بل جنايت دی چې امريکايې د افغان مؤمن او مجاهد ملت پر ضد ترسره کوي او دغه مېړني او مظلوم ملت ته زیان رسوي. موږ چې دا څلورلسيزې د شرق او غرب په مقابل کې جنګ کولي شو، نو ستاسې د فشارونو په مقابل کې د مقاومت حوصله هم لرو .