
موږ او نړۍ يو بل ته اړتيا لرو!
په دنیا کې داسې څوک نشته چې یوبل ته اړتیا ونه لري. که الله (جل جلاله) پر یو چا د دنیا پراخي او وسعت کړی او هر څه یې ورکړي، خو روغ صحت نه لري او ډاکټر ته اړتیا لري. که یو څوک ډېر غریب او فقیر دی، خو صحت یې روغ دی، د کار کولو توان یې ورکړی او هغه بل چې له اقتصادي پلوه پیاوړی دی، خوهغه څه پرې ډاکټر بند کړي، چې د خدای (جل جلاله) نعمتونه دي، خو د هغه روغتیا ته خطر پېښوي. همدارنګه دا دنیا د مسلمانانو لپاره د ازموینې یو ډګر دی. چاته یې مال ورکړی او څوک یې غریب ګرځولي. دغه مالدار پر دې غریب ازمایي او له دغه غریب او فقیر څخه په خپل غربت او فقر کې امتحان اخلي، خو هغه څوک بریالي دي چې په هېڅ حالت کې د رب العزت بنده ګي او عبادت پرېنږدي او په دنیا کې له هر ډول ستونزو سره مقابله وکړي او غربت او مالدارۍ کې له خپل اصلي هدف څخه تېر نشي. افغان مؤمن او مېړنی ملت د خپل تاریخ په لړکې بې دریغه اولا مثاله قربانۍ ورکړې چې نړۍ کې یې بېلګه نه تر سترګو کېږي او دغه قربانۍ مود کوم هدف لپاره ورکړي؟ روښانه ده چې د افغانانو دغه تکالیف او قربانۍ د دې لپاره وې چې په افغانستان کې اسلامي نظام حاکم او موږ هم یو ځواکمن، آزاد او خپلواک حکومت ولرو. نړیوال استعماري او استکباري طاقتونه له موږ سره د اسلامي نظام په حاکمیت کې ستونزې لري او په مقابل کې یې خنډونه او ستونزې جوړوي دا د برداشت او منلو نه دي، خو د اسلامي امارت مسئولینو ته پکار ده، چې خپل ولس په غېږکې ونیسي، د ملت سالمو او شرعي غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي، د ملت مشروعیت او حمایت ترلاسه کړي او په داسې مهارت له نړیوالو سره خپله بهرنۍ پالیسي جوړه کړي چې خپل اهداف هم خوندي وساتي او هم د خپل مسلمان او مجاهد ملت بېړۍ د نجات تر ساحله ورسوي. موږ نړۍ ته اړتیا لرو او نړۍ موږ ته اړتیا لري. که له نړیوالو سره تعامل نه وي، موږ نشو کولی خپل تجارتي توکي نورو هیوادونو ته صادر کړو او همدارنګه موږ نشو کولی له نورو هیوادونو څخه واردات ولرو، نو پکارده چي یوله بل سره تعامل وکړو او خپلې اړیکې له نورو هیوادونو سره غښتلې کړو او یو له بل سره په هره برخه کې راشه درشه ولرو، او د زده کړو بهیر له پخوا لاپسې غښتلی او چټک کړو. داځکه چې وخت لکه سره زر دي. باید زیار وباسو، نه ستړې کېدونکې هڅې وکړو او د خپل ګران هیواد د پرمختګ لپاره مټې راونغاړو ترڅو په دې ترتیب خپل هیواد، د نړۍ له نورو پر مختللو هیوادونو سره د سیالۍ جوګه کړو.