سیاست

مولوی متقي: لسو هېوادونو ته مو ديپلوماتان لېږلي

‏‏د‌ بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي وايي اسلامي امارت د نړۍ ۱۰ هېوادونو ته خپل دیپلوماتان لېږلي دي.

‏‏د‌ بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي وايي اسلامي امارت د نړۍ ۱۰ هېوادونو ته خپل دیپلوماتان لېږلي دي.

نوموړي پاکستان، روسیه، ایران، اوزبیکستان، چین، سعودي عربستان، قزاقستان، ترکیه، ترکمنستان او قطر هغه هېوادونه وبلل، چې د اسلامي امارت ديپلوماتان يې منلي دي.

متقي دا هم وويل، چې په ځينو نورو هېوادونو کې له پرځول شوي جمهوري نظام څخه پاتې ديپلوماتان او افغان سفارتونه هم له اسلامي امارت سره په اړيکه کې دي او د دوی په خوښه خپلې چارې سمبالوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button