سیاست

مولوي محمد يعقوب مجاهد: د منظم او خپلواک اردو رامنځته کول د اسلامي نظام  لومړيتوب دی

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد يعقوب مجاهد د هېواد لوېديځ زون ته د سفر په ترڅ کې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو له مسئولينو او منسوبينو سره وکتل.د ملي دفاع وزارت سرپرست له ۲۰۷ الفاروق قول اردو څخه د ليدنې پرمهال د نظام او ښې حکومتولۍ په اړه وويل: ((په هيواد کې د يو منظم، مسلکي او خپلواک اردو رامنځته کول د اسلامي نظام له موخو او د هيوادوالو هيله ده، چې له نېکه مرغه دغه هيله پوره شوې ده.)) مجاهد زياته کړه، چې د اسلامي امارت پوځ د ټولو اسلامي او ملي ارزښتونو ترڅنګ د خپلې خاورې ساتنې ته ژمن دی او دوی ته سپارل شوي مسئوليتونه به په سمه توګه ترسره کوي.د يادونې وړ ده، چې د ملي دفاع وزارت سرپرست د لا ښو چوپړتياوو د وړاندې کولو او د نظم او ډسپلين د رامنځته کولو په موخه د ياد قول اردو مشرانو او مسئولينو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button