سیاست

مولوي محمد يعقوب مجاهد : د امريکا فشارونو ته غاړه نه‌ايښودونکي هيوادونه دې اسلامي امارت پر رسميت وپېژني

د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست وزير مولوي محمد يعقوب مجاهد ويلي: اسلامي امارت د رسميت پېژندنې شرايط پوره کړي؛ خو بيا هم اکثره هيوادونه د امريکا د فشار له کبله هغه پر رسميت نه پېژني.محمد يعقوب مجاهد د سعودي عربستان له العربيه تلوېزيون سره په مرکه کې څرګنده کړې: هغه هېوادونه، چې د امريکا فشارونو ته غاړه نه‌ږدي؛ بايد اسلامي امارت پر رسميت وپېژني.نوموړي زياته کړې: موږ له هيوادونو په ځانګړي توګه له پياوړيو اسلامي هيوادونو غواړو، چې زموږ حکومت پر رسميت وپېژني.ده ويلي: که دغه هيوادونه اندېښنې ولري؛ اسلامي امارت چمتو دی، چې د حل لپاره يې خبرې وکړي.د ملي دفاع وزارت سرپرست ټينګار کړی ، چې اسلامي امارت له القاعده شبکې سره هېڅ ډول اړيکه او همکاري نه‌لري.محمد يعقوب مجاهد له امريکا وغوښتل، چې د افغانستان له فضايي حريم څخه سرغړونې ودروي؛ ځکه اسلامي امارت ژمنه کړې، چې د افغانستان خاوره به د بل هيواد پر ضد نه کارول کېږي.ده ويلي، چې اسلامي امارت له پاکستانه غوښتي، چې هېچا ته به اجازه ور نه کړي، چې د دغه هېواد له لارې د افغانستان له هوايي حريم څخه سرغړونه وکړي.محمد يعقوب مجاهد د تحريک طالبان پاکستان په اړه ويلي، چې دا ډله نه په افغانستان کې شته او نه يې هم اسلامي امارت تمويلوي.نوموړی وايي: پاکستان په خپلو ادعاوو هڅه کوي؛ نړۍ ته وښيي، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د تحريک طالبان پاکستان د شتون په اړه پر ژمنو عمل نه‌کوي.محمد يعقوب مجاهد په دې مرکه کې دا هم ويلي؛ اسلامي امارت نه غواړي هغه کسان په حکومت کې ونيسي، چې  له ((اشغالګرو)) سره ملګري وو، خو په افغانستان کې د عامو وګړيو په توګه ژوند کولی شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button