
مولوي عطاءالله عمري: ترځمکې لاندې اوبو د مدیریت لپــاره ۱۲۰ چکډمونو جوړوو
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري بامیان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د بامیان والي مولوي عبدالله سرحدي په شتون کې د کرنې ریاست له کارکوونکو سره د کرنې وزارت د کاري لومړیتوبونو په اړه خبرې وکړې.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري بامیان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د بامیان والي مولوي عبدالله سرحدي په شتون کې د کرنې ریاست له کارکوونکو سره د کرنې وزارت د کاري لومړیتوبونو په اړه خبرې وکړې.
د غونډې په پيل کې د باميانو د کرنې رییس ملا ګلاب الدين ذبيح الله خبرې وکړې او ويې ويل: «باميان ډېرې اوبه او حاصل خيزې ځمکې لري، خو کروندګر ډېر کارکوي او لږ حاصل ترلاسه کوي اړتيا ده، چې د حاصلاتو او سوداګرۍ زیاتوالی په برخه کې کار وشي، بامیان ډیرې طبیعي زیرمې لري او سږ کال مو د طبیعي زېرمو څخه ۲۰ میلیونه عواید راټول کړي دي.»
ورپسې د باميانو والي مولوي عبدالله سرحدي په خپلو خبرو کې وويل، چې د باميانو ډېری کروندګر کچالو کري، اړينه ده چې د کچالو د پروسس دوې کارخونې جوړې شي، دا چاره بزګرانو سره مرسته کوي، چې کچالو په کې پروسس او ترې چپس جوړ شي او پانګوال باید وهڅول شي، چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.
ورپسې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاالله عمري وویل، چې د پردیو د یرغل له امله هېواد زیانمن شوی، یو له دغو زیانونو څخه د کرنې او طبیعي زېرمو برخه ده، که دا یرغلونه نه وای، نو موږ به په ځان بسیا وای، ځکه موږ پنځوس کاله وړاندې د خوراکي توکو په برخه کې په ځان بسیا وو.
عمري زیاته کړه: « د دولتي پروګرامونو ترڅنګ موږ پانګوال د کچالو په برخه کې پانګونې ته هڅوو، په خپل پروګرام کې مو د بارانونو او تر ځمکې لاندې اوبو د مدیریت لپاره ۱۲۰ چکډمونو پلان هم لرو او د ځنګلونو کچه ۴،۵ سلنې ته رسوو، چې لومړني کارونه یې پیل شوي دي او د دې ترڅنګ د وچکالۍ د مخنیوي لپاره هم یو پلان لرو.»
د یادونې وړ ده، چې مولوي عطاءالله عمري له دې وړاندې هم بېلابېلو ولایتونو ته د سفر پرمهال د کرنې ریاست له کارکوونکو سره د کرنې وزارت د کاري لومړیتوبونو په اړه خبرې اترې کړي دي.