
مولوي عتيق الله عزيزي:په هيواد کې له ۱۵ زرو تر۲۰ زرو تاريخي آبدې شته
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين مولوي عتيق الله عزيزي وايي، چې دا مهال په ياد وزارت کې ۵ زره تاريخي آبدې ثبت دي او تر ۲۰ زرو نورې تاريخي آبدې شتون لري.د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين مولوي عتيق الله عزيزي هرات ته د خپل سفر په ترڅ کې ويلي، چې په ياد وزارت کې ۵ زره تاريخي آبدې ثبت دي او که چېرې دقيقه سروې وشي له ۱۵ زرو تر ۲۰ زرو تاريخي آبدې شتون لري، چې حکومتونه د ۴۰ کلونو جګړو له امله نه دي توانېدلي په ياد وزارت کې يې ثبت کړي.نوموړي وويل، چې هرات، مزارشريف، باميان، غزني ، کابل او کندهار زياتې تاريخي آبدې لري، چې په لسګونه يې له اسلام څخه د مخه تاريخ لري.ده زياته کړه چې د تېرو ۴۰ کلونو جګړو په ترڅ کې ډېرې تاريخي آبدې سختې زيانمنې شوي او بيا رغونې ته اړتيا لري.مولوي عزيزي زياته کړه، چې هر ولايت خپلې ځانګړې تاريخي آبدې لري او له اسلام څخه مخکې په لسګونو تاريخي آبدې شتون لري.