سیاست

مولوي عبدالکبیر: ټول افغانان دې د هېواد په آبادۍ کې ونډه واخلي

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال پرون د لوګر د والي او مرستیال والي په ګډون د دې ولایت له ټولو رئیسانو سره په کتنه کې وویل، چې اوس د هېواد د آبادۍ وخت راغلی او ټول باید د هېواد په ابادۍ کې ونډه واخلو.ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې د لوګر والي مولوي قدرت الله امیني وویل، په هېواد کې د اسلامي نظام لپاره د لوګر ولسونو ډېره قرباني ورکړې او د دې نظام د بقا لپاره ډېرې

 قربانۍ ته چمتو دي. دوی د لوګر ولایت د امنیتي، ټولنیز او اقتصادي وضیعت په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړل او ویې ویل، په یاد ولایت کې د ټولو امنیتي او ملکي ادارو کارونه په ښه ډول روان دي او بنسټیزو پروژو ته هم ځانګړې پاملرنه شوې ده.هغوی دغه راز په ولایتي کچه د ښې همغږۍ رامنځته کولو یادونه وکړه او د لوګر لپاره یې د اسلامي امارت د مشرانو د لا ډېرې پاملرنې غوښتنه وکړه.د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال له دوی څخه د مننې ترڅنګ وویل، د افغانانو مبارزه د اسلامي نظام لپاره وه او نن الحمدلله اسلامي نظام قایم شوی دی.‏د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال زیاته کړه، اوس د هېواد د آبادۍ وخت راغلی او ټول باید د هېواد په ابادۍ کې ونډه واخلو.نوموړي د لوګر ولایتي ادارې رهبرۍ ته د چارو د ښه والي په موخه لازمې لارښوونې هم وکړې او ډاډ یې ورکړ، چې د دوی په ستونزو او وړاندیزونه غور کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button