اقتصادټولنه او کلتور

مولوي عبدالکبیر د اوبو د مدیریت لپاره په یو پلان د کار کولو خبر ورکړی

د اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر خبر ورکړی، چې د هېواد په کچه د اوبو د مدیریت په موخه پر یو پراخ پلان تر کار روان دی.

د اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر خبر ورکړی، چې د هېواد په کچه د اوبو د مدیریت په موخه پر یو پراخ پلان تر کار روان دی.

د هغه په وینا، د دې پلان له مخې به په راتلونکي کال کې ډېر شمېر د اوبو بندونه جوړ شي، چې ورسره به د اوبو کچه هم لوړه شي.

نوموړي ویلي، د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د لومړي ځل لپاره ملي بودیجه له خپلو داخلي عوایدو چمتو کېږي، چې د ملکي ادارو او پراختیايي پروژو پر لګښت سربېره د امنیتي ادارو لګښتونه هم له ملي بودیجې ورکول کېږي.

مولوي عبدالکبیر څرګنده کړې، له نشه یي توکو او فساد سره مبارزه او په افغانستان کې تلپاتې ثبات یوازې د اسلامي امارت په شتون کې تضمین کېدای شي چې افغانانو او نړیوالو هم دغه واقعیت درک کړی دی.

له دې وړاندې نوموړي د کابل د اوبو کمښت ستونزې په اړه ویلي وو، چې پلازمېنې ته د اوبو راګرځولو او دغه ګڼ مېشتي ښار کې یې د اوبو د کمښت سونزې هوارولو لپاره یې له بهرنیو مؤسسو سره خبرې کړې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button