ټولنه او کلتور

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت قومي تبعيض حرام بولي او د اهل تشيع او سني هيوادوالو ترمنځ توپير نه کوي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې د اهل تشيع له يو مشر استاد محمد اکبري سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې، استاد اکبري ایران او عراق ته د افغانستان د اهل تشیع علماوو د یو پلاوي سفر په اړه معلومات ورکړل وې ویل، د عراقي او ایراني مقاماتو او مذهبي مشرانو اندېښنو ته مو ځوابونه ورکړل او ډاډ مو ورکړ، چې اسلامي امارت له اهل تشيع هيوادوالو سره ښه چلند لري او موږ ترې راضي يوو.

استاد اکبري په کور دننه د اهل تشيع د ستونزو حل لپاره د اسلامي امارت چارواکو عاجل اقداماتو ته په اشارې زياته کړه، موږ دغه اقدامات ستايوو او د چارو لا ښه والي لپاره يې خپل وړانديزونه او مشورې شريکې کړې.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له استاد محمد اکبري څخه په منننې زياته کړه، اسلامي امارت د ټولو هیوادوالو خدمت خپل مسووليت بولي او د وضعيت لا بهبود لپاره د هيواد د ټولو قومونو او مذهبونو مشورو او وړانديزونو ته د قدر په سترګه ګوري.

مولوي عبدالکبير د خپلو خبرو پای کې وويل، اسلامي امارت له ټولو ګاونډیو سره د متقابل احترام پر اساس، نيکې اړيکې غواړي، قومي تبعيض حرام بولي او د اهل تشيع او سني هيوادوالو ترمنځ توپير نه کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button