
مولوي عبدالکبیر:سېلاب ځپلو سیمو ته دې پروخت رسېدنه وشي
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر تیره ورځ د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ د یو شمېر عالمانو، قومي مشرانو او مخورو سره په کتنه کې وویل، چې اړوندو ادارو ته یې لارښوونه کړې ترڅو زیانمنو ته بېړنۍ رسېدنه وکړي او په راتلونکې کې د دغه ډول پېښو مخنیوي لپاره د امکاناتو په چوکاټ کې لاس په کار شي.ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې، یادو علماوو په هېواد کې د اسلامي نظام په ټینګښت د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ د خپل ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ.هغوی وویل، تېرو دوو کلونو کې د پام وړ مثبت بدلونونه راغلي او دغه لړۍ باید دوام ومومي.
دغو قومي مشرانو، په یادې ولسوالۍ کې د وروستیو سېلابونو د زیانونو په اړه هم د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، د ارګون سېلاب ځپلو ته لازمه رسېدنه نه ده شوې او د زده کړو، روغتیا او بیارغونې په برخو کې یې ځینې غوښتنې او وړاندیزونه هم شریک کړل.
ورته مهال مولوي عبدالکبیر یادو مشرانو او مخورو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د وروستیو سېلابونو زیانمنو سره خواشیني څرګنده کړه او زیاته یې کړه، اړوندو ادارو ته یې لارښوونه کړې چې زیانمنو ته بېړنۍ رسېدنه وکړي او په راتلونکې کې د دغه ډول پېښو مخنیوي لپاره د امکاناتو په چوکاټ کې لاس په کار شي.
نوموړي د خپلو خبرو پای کې دغو قومي مشرانو او مخورو ته ډاډ ورکړ چې نورو وړاندیزونو ته د رسېدنې لپاره به یې هم اړوندو ادارو ته لازمه لارښوونه وکړي.